Language

په کندهار کې د ماين جوړولو کارخانه کشف شوه

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د ملي اردو ځواکونو د کندهار ولايت په مربوطاتو کې د ماين جوړولو يوه فابريکه کشف او له منځه يوړه.

د ملي دفاع وزارت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن سه شنبې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې دا کارخانه تېره شپه د ملي اردو د منسوبينو په عملياتو کې د دغه ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې کشف شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په جريان کې ٥٠ بېلابېل ماينونه هم له کارخانې څخه ترلاسه شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کاپيسا ولايت د اله ساى ولسوالۍ کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

خبرپانې همدارنګه د يو شمېر وسله والو مخالفينو له وژل کېدو هم خبر ورکړى او زياتوي، چې په کندهار او هلمند ولايتونو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

د ويلو ده، چې په دې عملياتو کې څلور ميله کلاشينکوفونه، له ١١ شاجورونو سره ، درې لاسي بمونه او د پيکا يو ميل وسله د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

Related Topics