کندهار (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د کندهار په پنجوايي او ميوند ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو او د ماين په چاودنه کې ١١ وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په لکڼي سيمه کې ملي اردو د سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ عمليات کړي، چې په پايله کې يې ٩ وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې يوازې وسله وال وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دى وايي، په عملياتو کې ٤ کلاشينکوفونه، يوه مخابره او ٤ موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات تر هغه وروسته پلان شول، چې يو شمېر وسله والو مخالفينو غوښتل په سيمه کې ورانکارې کړنې ترسره کړي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سيمه ييز پوليس فعاليت لري او چې چېرې هم مخالفين فعاليت پيلوي، د هغوى په مرسته يې مخه نيول کېږي.
دى وايي، د پنجوايي په لکڼي سيمه کې به پيل شوي عمليات د څو نورو ورځو لپاره هم وغځېږي.
له پنجوايي ولسوالۍ ور ها خوا په ميوند ولسوالۍ کې بيا دوه وسله وال مخالفين د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، دوه ماين خښوونکي د ميوند ولسوالۍ په مندوزو کلي کې هغه مهال د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول، چې غوښتل يې امنيتي ځواکونو ته په لاره کې ماينونه خښ کړي.
د يو بل خبر له مخې، پوليسو په دامان ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي، چې پر مهال يې د وسله والو مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف شوې ده.
فيصل وايي، نيول شوې زېرمه کې يو ميل راکټ، ٧ د راکټ مرمۍ، ٢ دوه اتيا ملي متري توپونه، ١ هاوان، ٦ ماينونه، ٢ ميله پيکا، ٣ کلاشينکوف، ١ خفيف ماشيندار، ٢ بوجۍ ثانيه سوز لينونه، ٢٥٠ پټاکۍ او يوه انداز په ماينونو کې کارېدونکي توکي نيول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د نيول شوې زېرمې په تړاو دوه وسله وال هم نيول شوي او پوښتنې ورڅخه پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.