اسعداباد-کندهار (پژواک ٢٥ لړم ٩٢): په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال ٣٢ وسله والو طالبانو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اوه بجې د اسعداباد ښار اړوند د ناواباد په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو چاودنه شوې ،چې له امله يې څلور پوليس ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې سيمه ييزو پوليسو تر يوه پولګوټي لاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين د شنډولو هڅه کوله.
سيدخېل وويل، چې په شيګل ولسوالۍ کې هم نن سهار د وسله والو مخالفينو له خوا د هاوان په يوه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري او يو پوليس ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې د دواړو پېښو ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا په هرات ولايت کې ځايي مسوولين وايي، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې اته وسله وال او يو پوليس وژل شوي دي.
د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو او د ملي اردو ځواکونو پرون د زېرکوه په سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال اته وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې پر يوې پوستې د بريد پر مهال يو پوليس وژل شوى او بل تن ټپي دى.
بلخوا په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو په عملياتو کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د دغه قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې پرون د کندهار د ميانشين ولسوالۍ په زمتو کلي کې عمليات ترسره کړي ، چې په ترڅ کې يې لس وسله وال وژل شوي، وسلې او مهمات هم ترې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د کندهار په ژېړۍ او د هلمند په کجکي ولسواليو کې د ماين په چاودنو کې دوه سر تېري ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو هم په يادو ولايتونو کې د يو شمېر کورنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.
دغه راز په هلمند کې د شپږم سرحدي زون پوليسو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو په خانشين ولسوالۍ کې ١٣٨ کيلوګرامه ترياک چې په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، ترلاسه کړي دي.