ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند: تر هغه وخته چې افغانان وغواړي ورسره مرستې کوو

author avatar
18 Nov 2013 - 17:32
author avatar
18 Nov 2013 - 17:32

نوى ډيلى  ( پژواک ٢٧ لړم ٩٢ ) : د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وايي، چې دوى افغانستان سره تراوسه دوه ميليارده ډالره مرستې کړې او له دغه هېواد څخه د وتلو تګلاره نه لري.

سلمان خورشيد دغه څرګندونې دلړم په ٢٧مه، په نوي ډيلي کې دافغانستان په اړه د سوداګرۍ د يوه نړيوال کنفرانس د پرانېستې پر مهال کړې دي.

د ((افغانستان سره سوداګري) تر عنوان لاندې دغه نړيوال کنفرانس نن په ډيلي کې د هندوستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو، د هند او افغانستان د بهرنيو چارو وزارتونو له خوا په ګډه د افغانستان د سوداګرۍ خونې او پانګونې د ملاتړ ادارې ( ايساف) په همکارۍ جوړ شوى دى.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وويل، چې هېواد يې تر اوسه افغانستان سره د څه دباندې دوه ميليارده ډالره بشري مرستې کړې  دي .

هغه زياته کړه : (( دا زموږ د مرستو پيلامه وه، څو د افغانستان ولايتونو او ولسواليو ته زموږ ددې مرستو ګټې ورسېږي او هغوى ديوه ملت په توګه پرمختګ وکړي.))

نوموړي دافغانستان د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د هغو خبرو تاييد وکړ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي، دغه هېواد به باثباته پاتې شي.

سلمان خورشيد له هندي سوداګرو او پانګه والو وغوښتل ، چې په افغانستان کې له شته امکاناتو او اسانتياوو څخه په ګټې اخيستنې سره ددې هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

  سلمان خورشيد زياته کړه : (( د افغانستان په بيارغونه کې يو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه هندوستان  دى، موږ به تر هغه تاسو سره مرستې کوو، څو پورې چې تاسو يې غواړئ .))

د هغه په وينا، هند به له افغانستان سره په ښه او بد وخت کې همکار وي.

د هند د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړه، دا هندي سوداګرو لپاره مهمه ده، چې په افغانستان کې له شته سوداګريزو چانسونو څخه ګټه پورته کړي .

ده زياته کړه : (( کله چې د افغانستان او هند ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې په رسمي توګه ښې پياوړې شي، نو هندي سوداګر به دافغانستان له لارې اروپا، روس او منځنۍ اسيا سره خپلې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.))

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د ياد کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت يې ژمن دى د سوداګرو  او سوداګرۍ د فضا برابرولو په موخه اصلاحات رامنځته کړي.

هغه زياته کړه : (( د افغانستان راتلونکى سوداګرۍ او ګرځندوى پورې تړاو لري، په دغو برخو کې پرمختګ د سيمې او نړۍ ثبات لپاره اړين دى .))

زاخېلوال هندي سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې به دوى سره د درناوي معامله کېږي او دوى به د پانګونې په اړه پخپلو پرېکړو ووياړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.