کندهارښار( پژواک،٢٧ لړم ٩٢):د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې ٣٥٠٠ ماينونه کشف او له منځه يووړل شول او په ارغستان ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوه تنه وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته د لړم په ٢٧مه وويل، يو ټراکټور ، چې شاوخوا ٣٥٠٠ ماينونه پکې بار وو او د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د ښورابک ولسوالۍ له لارې کندهار ته رالېږدول کېدل، د پوليسو له لوري له منځه يووړل شول.
هغه زياته کړه، پوليسو مخکې له مخکې د دغه ټراکټور د را اوښتو په اړه معلومات درلودل او پر همدې بنسټ يې ورته د دولنګي او چمن کارېز سيمو تر منځ کمين نيولى و.
دى وايي، پوليسو د ټراکټور د درولو هڅه کړې، خو هغوى درېدلي نه دي، چې وروسته ورباندې ډزې شوي او د دوو وسله والو د وژل کېدو تر څنګ ماينونه چاودېدلي او له منځه تللي دي.
فيصل وويل، چې په دغه چاودنه کې پوليسو يا ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، چې د دغو ماينونو په نيول کېدو سره د سلګونو وګړو ژوند ژغورل شوى دى.
بل پلو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه تنه وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک اژانس ته وويل، چاودنه تېره ورځ د يادې شوې ولسوالۍ په پېشرو سيمه کې د ملکي وګړو پر ټراکټور شوې ده.
دى وايي، په چاودنه کې پلار او زوى وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو د يادو شوو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو د کندهار د نورو ولسواليو په پرتله ډيورنډ کرښې ته په نږدې ولسواليو کې خپل فعاليتونه زيات کړي، چې وخت په وخت ورڅخه د مرګ ژوبلې خبرونه تر لاسه کېږي.