کندهارښار ( پژواک ٢٩ لړم ٩٢ ) : د کندهار ولايت پر دولتي منډيګک ماڼۍ نن سهار د ځانمرګي بريد هڅه شنډه او بريدکوونکى ووژل شو.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې داپېښه نن سهار په نهه نيمو بجو د کندهار په نوي ښار سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه ، بريد کوونکي غوښتل يادې ودانۍ ته ننوځي ، چې د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ووژل شو .
د کندهار دامنيه قوماندانۍ وياند ضياء الرحمن دراني پژواک اژانس ته وويل ، چې د چاودنې پر مهال د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په منډيګک ماڼۍ کې شتون درلود.
د نوموړي په وينا، په دې ماڼۍ کې د بيارغونې کارونه روان وو او بريد کوونکي غوښتل ، چې د کاريګرو په جامه کې ماڼۍ ته ننوځي او ځان امنيه قوماندان ته ورسوي.
دراني وويل ، چې د منډيګک ماڼۍ دامنيت چارې دسرحدي پوليسو پر غاړه دي ، دغو پوليسو بريدګر پېژندلى او ددرېدو امر يې ورته کړى و، خو نه و درېدلى .
هغه زياتوي ، چې د پوليسو پر ډزو بريدګر ووژل شو، خو له چاودېدونکو توکو ډک اغوستى واسکټ يې نه دى چاودېدلى او د پوليسو انجنيرۍ ډلې دغه توکي شنډ کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر د مخکې هم څو وارې پر جنرال رازق ځانمرګي بريدونه شوي ، چې له ډېرو روغ وتلى، خو په يوه بريد کې سخت ټپي شوى و.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې ځانمرګي بريدونه ډېر شوي تر کابل، مزار شريف او غزني وروسته په روانه اونۍ کې د ځانمرګي بريد دا څلورمه پېښه ده ، چې رامنځته کيږي .