Language

جنرال رازق: د کندهار پرونى ځانمرګى د اى اېس اى په دستور شوى

کندهار (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د کندهار امنيه قوماندان وايي، د تېرې شپې ځانمرګى بريد د پاکستان د استخباراتي ادارې په دستور پلان شوى و.

پرون په کندهار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٤ تنه ووژل شول او ١٩ نور ټپيان شول.

پاسوال عبدالرازق دغه څرګندونې نن (د لړم ٣٠مه) د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه، تېره ورځ لومړى ځانمرګى بريد کوونکى چې غوښتل يې د مزدورانو په بڼه منډيګک ماڼې ته ننوځي او چاودنه رامنځته کړي، د پوليسو له خوا له پېژندلو وروسته پر ډزو ووژل شو او بل هېچا ته په کې زيان نه واوښت.

د نوموړي په وينا، دويم ځانمرګي بريد کوونکي د کندهار د شپږمې ناحيې اړوند په لمر رستورانت کې ځان ته چاودنه ورکړه، چې ٢٣ ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

دى وايي، د چاودنې پر مهال په هوټل کې هېڅ نظامي کس موجود نه و.

امنيه قوماندان زياته کړه: ((د پېښې په ځاى کې تر چاودنې وروسته زموږ د تخنيکي ټېم له خوا ترلاسه شوې چرې ښيي چې د تېرې شپې چاودنه ځانمرګى بريد و او داسې ښکاري چې دغه ځانمرګى هدف ته منتظر و، ځکه په ښار کې د امنيتي ځواکونو له خوا تلاشي سخته وه او هغه ته موقع نه وه، چې هدف ته ځان ورسوي، نو ځکه يې د ملکي خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.))

هغه د دې چاودنې د زيان په اړه وويل، چې څلور ملکي وګړي يې وژلي او ١٩ نور يې ټپيان کړي، چې له ټپيانو څخه ٥ يې اوس هم تر درملنې لاندې دي او نور يې رخصت شوي دي.

پاسوال عبدالرازق د دې چاودنې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پر غاړه ور واچوله او دا يې يوه استخباراتي جګړه وګڼله.

خو هغه ډاډ ورکړ، په تېرو څو مياشتو کې چې په کندهار کې کومې چاودنې او يا غلچکي بريدونه شوي، عاملين يې نيول شوي دي.

هغه دا هم وويل، چې هر عمل عکس العمل لري؛ د نوموړي اشاره د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوېټه کې د تېرې شپې چاودنو ته وه، چې يو شمېر کسان په کې مړه او ژوبل شول.

امنيه قوماندان په روانه اونۍ کې د پوليسو د عملياتو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د کندهار په شاوليکوټ، ميوند، ژيړۍ، پنجوايي، رېګستان او ارغستان ولسواليو کې ٢١ وسله وال وژل شوي او ١٦ يې ژوندي نيول شوي او دغه راز ٢٤ ميله بېلابېلې وسلې، ٨٤ ماينونه، ٢٠٠ ريمونټونه او د ماينونو کانچې او ٤ لنډ کروزر موټر نيول شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې په دې اونۍ کې ٤ ملي، ٣ سيمه ييز او ٢ سرحدي پوليس هم وژل شوي دي.

په کندهار کې د تېرې شپې د شوي ځانمرګي بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دغه پېښه داسې مهال کېږي، چې د کندهار امنيتي مسوولين تېره ورځ د ولايت مقام په اونيزه امنيتي غونډه کې ډاډ ورکړى و، چې په کابل کې د مشورتي جرګې له جوړېدو سره يې هم مهاله په دغه ولايت کې هم امنيتي تدابير سخت کړي دي.

Related Topics