جلال اباد(پژواک،٨ ليندۍ٩٢): چارواکي وايي، چې د امريکايي ځواکونو يوه کشفي الوتکه د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
د چپرهار ولسوال حاجي محمد صديق دولتزي د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماسپيښين مهال د امريکايي ځواکونو يوه کشفي الوتکه د چپرهار په غلام ډاګ سيمه کې را لوېدلې ده.
نوموړي وويل : (( د هوايي ډګر نه موږ ته احوال راکول شوى، چې الوتکه لوېدلې ده. ))
دى وايي، دوى ته ويل شوي چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده .
خو بله خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ يې د چپرهار په للمې سيمه کې د امريکايي ځواکونو يوه څارګره الوتکه رانسکوره کړې ده.
د سيمې يو اوسېدونکي اکبر خان پژواک ته وويل، چې د دوى په سيمه کې يوه الوتکه رانسکوره شوې ، خو دوى ته دا معلومات نشته، چې الوتکه په خپله راپرېوتې او که وسله والو راغورځولې.
په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن