هرات( پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٢):د هرات ښاريان شکايت کوي، چې د نل اوبه په وخت نه ورته رسيږي او يا دومره کمې راځي، چې د دوى اړتيا نه شي پوره کولى.
د هرات ښار د ١١مې ناحيې اوسېدونکى فريداحمد وايي، چې د ښار ډيرى سيمې پاکو او د نل اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په خبره :(( د يوولسمې ناحيې په نلونو کې يوه اونۍ کيږي اوبه نه راځي او که راهم شي ډيرې کمې وي، چې د ډيرى کورنيو اړتيا ته ځواب نه شي ويلى.))
دغه راز د اوومې ناحيې اوسېدونکى احمد شکيب هم ورته شکايت لري او زياتوي، چې ډير وخت يې په نلونو کې اوبه نه راځي.
د ده په وينا، دوى هر وخت اړوي، چې د څاګانو له اوبو استفاده وکړي او د څاګانو اوبه پاکې نه وي.
هغه زياتوي، په سيمه کې د کاناليزسيون سيستم نشته ، چې له همدې امله د څاګانو اوبه هم چټلې دي او څښاک يې ناروغۍ پيدا کوي.
د هرات ښار د اوبو رسولو ادارې مسوول حبيب الله ايلاني د ښاريانو ستونزې مني، خو زياتوي، چې په ژمي کې برېښنا کمزورې کيږي ، ځکه اوبه په ځنډ خلکو ته رسيږي.
نوموړى زياتوي، په ژمي کې د برېښنا لګښت زيات شي او دومره توان نه لري، چې ذخيرو ته پرېمانه اوبه پورته کړي، نو ځکه يې په نلونو کې د توزيع کار نيمګړى کيږي.
د ايلاني په وينا، په دې اړه يې د برېښنا له رياست سره ستونزه شريکه کړې ، که ستونزه حل نه شوه د اوبو رسولو لپاره به د برېښنا جنراترونه فعال کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP