ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاريان پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي

هرات( پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٢):د هرات ښاريان شکايت کوي، چې د نل اوبه په وخت نه ورته رسيږي او يا دومره کمې راځي، چې د دوى اړتيا نه شي پوره کولى.

د هرات ښار د ١١مې ناحيې اوسېدونکى فريداحمد وايي، چې د ښار ډيرى سيمې  پاکو او د نل اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.  

د نوموړي په خبره :(( د يوولسمې ناحيې په نلونو کې يوه اونۍ کيږي اوبه نه راځي او که راهم شي ډيرې کمې وي، چې د ډيرى کورنيو اړتيا ته ځواب نه شي ويلى.))

  دغه راز د اوومې ناحيې اوسېدونکى احمد شکيب هم ورته شکايت لري او زياتوي، چې ډير وخت يې په نلونو کې اوبه نه راځي.

د ده په وينا، دوى هر وخت اړوي، چې د څاګانو له اوبو استفاده وکړي او د څاګانو اوبه پاکې نه وي.

 هغه زياتوي، په سيمه کې د کاناليزسيون سيستم نشته ، چې له همدې امله د څاګانو اوبه هم چټلې دي او څښاک يې ناروغۍ پيدا کوي.

 د هرات ښار د اوبو رسولو ادارې مسوول  حبيب الله ايلاني د ښاريانو ستونزې مني، خو زياتوي، چې په ژمي کې برېښنا کمزورې کيږي ، ځکه اوبه په ځنډ خلکو ته رسيږي.

نوموړى زياتوي، په ژمي کې د برېښنا لګښت زيات شي او دومره توان نه لري، چې ذخيرو ته پرېمانه اوبه پورته کړي، نو ځکه يې په نلونو کې د توزيع کار نيمګړى کيږي.

د ايلاني په وينا، په دې اړه يې د برېښنا له رياست سره ستونزه شريکه کړې ، که ستونزه حل نه شوه د اوبو رسولو لپاره به د برېښنا جنراترونه فعال کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.