Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوه قاضي د وهلو په تور دوه وسله وال ونيول شول

تالقان (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): د تخار ولايت د چاه اب ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د رييس د وهلو ډبولو په تور دوه وسله وال نيول شوي دي.

د چاه اب ولسوال سيف الدين مشتاق وايي، چې د بدرالدين او خيرالدين په نومونو دوو خپلسرو وسله والو تېره ورځ د دې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې رييس وهلى ډبولى دى.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو دوو کسانو غوښتل، چې د محکمې رييس هم بې وسلې کړي، خو ونه توانېدل.

مشتاق زياته کړه، چې پوليس سيمې ته رسېدلي او دغه دواړه کسان چې سره وروڼه دي، له خپلو وسلو سره يو ځاى يې نيولي دي.

د چاه اب ولسوال وايي، چې څه موده وړاندې د دغو دوو تنو يو ورور د غلا په تور نيول شوى و او دوى له دې امله د محکمې پر رييس بريد وکړ، چې ولې يې د ورور د دوسيې په اړه پرېکړه نه کوي.

خو ده وويل، د محکمې رييس ويلي، چې دا دوسيه په تازه ډول محکمې ته رسېدلې او څېړنه يې وخت ته اړتيا لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.