ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ ودانۍ پرانيستل شوه

author avatar
4 Dec 2013 - 16:58
author avatar
4 Dec 2013 - 16:58

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٢): په کابل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ ودانۍ د ښوونکو د مسلکي زده کړو په موخه کابل کې پرانيستل شوه.

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمداصف ننګ، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، د دغې اکاډمۍ نوې ودانۍ د المان د ۴ اعشاریه ۷ میلیونو یورو په مرستې د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چې د سلګونو ښوونکو لپاره یې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړه.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ په ۷۹۰۰ مترمربع ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې ۲۴ درسي او اداري خونې، کتابتون، تخنیکي ورکشاپونه، لوبغالي او یوه سمباله لیليه لري، چې د ۵۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو د اوسيدو لپاره د شپې جلا سمبال ځایونه او داسې نورې اړینې برخې لري.

نوموړي، چې د دغې ودانۍ جوړېدل يې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ستره پرمختیا وبلله، زياته کړه، چې په دغې اکاډمۍ کې د هغو ښوونکو لپاره لوړې مسلکي زده کړې ورکول کیږي چې په تخنیکي ښوونځیو او مرکزونو کې د ښوونکو په توګه دندې تر سره کوي.

د ننګ په وينا، د دغې اکاډمۍ د ودانۍ په جوړېدو سره به د هغو محصلینو ستونزې هوارې شي، چې د ولایتونو له تخنیکي او مسلکي مرکزونو څخه کابل ته راځي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغې اکاډمۍ کې د ادارې او حسابدارۍ، فلزکارۍ، ماشیني برېښنايي ټکنالوژي، برېښنا، ترکاڼۍ، ابرسانۍ، نلدوانۍ او ساختماني برخې شته دي. دغه راز د برېښنايي انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او د کمپیوټرونو د جوړونې د برخو ځانګړي ورکشاپونه هم په کې جوړ شوي دي.

د پرانيستې په دې غونډه کې د المان سفیر مارتین جګر ژمنه وکړه، چې هيواد به یې د افغانستان د ښوونې او روزنې له برخې سره خپلو مرستو ته دوام ور کړي.

هغه هيله وښوده، چې په دغې اکاډمۍ کې روزل کيدونکي ښوونکي د هيواد په صنعتي پرمختګ کې مثبت بدلون را منځ ته کړي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۵۰ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه فعال دي، چې شاوخوا ۸۲زره ځوانان په کې زده کړې کوي چې ۲۵ په سلو کې یې نجونې دي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.