ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان په ټاکنو کې د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوو”

“د افغانستان په ټاکنو کې د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوو”

author avatar
5 Dec 2013 - 11:57
“د افغانستان په ټاکنو کې د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوو”
author avatar
5 Dec 2013 - 11:57

واشنګټن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): امريکا يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د هېڅ يوه کانديد ملاتړ نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه ويانده ماري هارف په واشنګټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دا په خپلو افغانانو پورې اړه لري، چې چا ته رايه ورکوي او څوک خپل ولسمشر ټاکي.

هغې زياته کړه، چې په دې اړه د امريکا دريځ روښانه دى، نه د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ کوي او نه هم د کومې سياسي ډلې.

نوموړې وويل: ((موږ په افغانستان کې د رڼو او ازادو ټاکنو په وسيله د يوه سوله ييز او پر وخت د سياسي واک پر لېږد باور لرو.))

هارف خبريالانو سره د خبرو پر مهال کابل ته د افغانستان او پاکستان لپاره  د امريکا د ځانګړي استازي جيمز ډوبينز د سفر يادونه وکړه او ويې ويل، چې هغه به له افغان چارواکو سره د راتلونکو ټاکنو او امنيتي سند په اړه خبرې وکړي.

هغې زياته کړې: ((که چېرې موږ له افغان  حکومت سره پر امنيتي سند پرېکړې ته ورسېږو، موږ به هلته کم ځواکونه ولرو، څو په دغه هېواد کې تر ٢٠١٤ کال وروسته زموږ دوه وړوکى ماموريت ترسره کړي.))

د نوموړې په وينا، دغه ماموريت د القاعدې د پټو ځالو له منځه وړل  او د افغان ملي ځواکونو روزل دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.