Language

په ميوند ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار ښار ( پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢ ) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد شاوخوا ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن د ليندۍ په ١٤مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د يادې ولسوالۍ د کشکي نخود په بازار کې شوى دى .

هغه زياته کړه ، چې ځانمرګي بريد کوونکي د بازار په منځ کې د امريکايي ځواکونو پر يوه کتار بريد کړى او چاودنه يې رامنځته کړې ده.

د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي او د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .

خو په سيمه کې نورې امنيتي سرچينې وايي، چې په دې پېښه کې ٢٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ايساف څلور سرتېري هم ټپيان شوي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.