ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې نږدې زر کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

په کابل کې نږدې زر کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

author avatar
7 Dec 2013 - 17:16
په کابل کې نږدې زر کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي
author avatar
7 Dec 2013 - 17:16

کابل (پژواک ١٦ليندۍ٩٢): د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت د ٩٧٠ کيلو ګرامه تارياکو د نيولو خبر ورکړ .

له نشه يي توکيو سره د مبارزې مرستيال باز احمد احمدي د ليندۍ په ١٦مه، په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې ياد توکي له نشه يي توکيو سره د مبارزې پوليسو تېره ورځ د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې نيولي  دي .

هغه زياته کړه ، چې ياد شوي نشه يي توکي په لارۍ ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي وو  او په تور يې دوه کسان هم نيول شوي دي.

د احمدي په وينا، له يادو کسانو څخه پلټنې راونې دى.

نوموړي دا هم وويل ، چې د دې معينيت پوليسو په تېره اونۍ کې شل کيلو ګرامه هيرويين د کابل په پلچرخي دروازه کې کشف او ضبط کړي دي .

احمدي وايي ، چې د يادو هيروينو په تور يو تن نيول شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو اونيو کې له نشه يي توکيو سره دمبارزې پوليسو درې ټنه بېلابېلا ډوله نشه يي توکي له يو شمېر تورنو کسانو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې نيولي دي .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.