ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې لسګونه وسله وال د سولې له بهير سره يو ځاى شول

author avatar
9 Dec 2013 - 18:04
author avatar
9 Dec 2013 - 18:04

 کندهار(پژواک، ١٨ليندۍ ٩٢): د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې ٣٠ وسله والو مخالفينو د دولت پر ضد له جګړې لاس واخيست او د سولې له بهير سره يو ځاى شول.

 چارواکي وايي، دغه دېرش کسيزه ډله د يادې شوې ولسوالۍ د امنيتي چارواکو، قومي مشرانو او د سولې د ولايتي شورا په هڅو له جګړې را ګرځول شوي دي.

 په دې اړه نن په پنجوايي کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د کندهار د ولايت، د سولې د ولايتي شورا، امنيتي  چارواکيو او يو شمېر مخورو ګډون کړى و.

 دسولې له بهير سره د يو ځاى شويو وسله والو په اړه د پنجوايي امنيه قوماندان سمونمل سلطان محمد پژواک خبري  اژانس ته وويل، چې په دغو وسله والو کې د جمعه ګل او ملا سيف الله په نومونو دوه مشهور قوماندانان هم شامل دي، چې تر دې وړاندې يې د امنيتي ځواکونو او بهرنيو سرتېرو پر وړاندې جګړه کوله او په ډېرو ورانکاريو کې يې ونډه درلوده.

 دى وايي، يو ځاى شويو کسانو نن خپلې وسلې امنيتي ځواکونو ته وسپارلې او ژمنه يې وکړه، چې نور به خپل عادي ژوند کوي.

 نوموړي وويل، د يو ځاى شويو کسانو له ډلې ډېرو يې په پنجوايي کې وسله وال فعاليت درلود، چې د ځايي قومي مشرانو په همکارۍ يې سولې ته مخه کړې ده.

 په کندهار کې د سولې د ولايتي شورا د دارالانشا مسوول محمد عمر ساطع د سولې له بهير سره د يو ځاى شويو وسله والو کسانو دا پرېکړه چې له جګړې يې لاس اخيستى، وستايله او ژمنه يې وکړه، چې له هغوى سره به هر اړخيزه مرسته کوي.

 ساطع پژواک ته وويل، هغه وسله وال مخالفين چې اوس د سولې له بهير سره يو ځاى شوي او يا وروسته يوځاى کېږي، د سولې ولايتي شورا به ورته د حرفوي زده کړو او کارموندنې زمينه برابروي.

 نوموړي له يو ځاى شويو وغوښتل، چې هغوى دې خپل نور هغه ملګري چې لا هم د حکومت په مخالفت کې ولاړ دي، سولې ته وهڅوي ، تر څو هغوى هم بيرته خپل ارام ژوند ته ستانه شي.

 د جمعه ګل او ملا سيف الله په مشرۍ يو ځاى شويو وسله والو په خپلو خبرو کې له خلکو او حکومت څخه بښنه غوښتله او ويل يې چې د پرديو په لمسون جګړې ته مجبور شوي وو، خو اوس پوهېدلي، چې جګړه د نورو د ګټو لپاره ده، نو ځکه يې نور له جګړې څخه لاس اخيستى دى.

 د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم د سولې شورا او د پنجوايي ولسوالۍ د مخورو هلې ځلې وستايلې، چې د سولې لپاره يې هلې ځلې کړي او د خپلې سيمې ځوانان يې له جګړې او ورانيو راګرځولي دي.

 هغه له يو ځاى شويو څخه وغوښتل ، چې نور له ستړي او نا ارام ژوند څخه عادي ژوند ته مخه کړي او د افغان ملي امنيتي ځواکونو تر څنګ د وطن په دفاع او پرمختګ کې برخه واخلي.

 په کندهار کې تر اوږده ځنډ وروسته دا درېيم ځل دى، چې يو شمېر وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى کېږي.

 تردې مخکې دوه ځله نور هم په ورته توګه ګڼ شمېر وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى شوي وو، چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.