کابل ( پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢ ) : چارواکي وايي، چې په بادغيس ولايت کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، بلخوا ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى دى.
د بادغيس د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ د موريچاق په کلي کې پر يوه کور راکټي بريد وکړ، چې له امله يې د همدغې کورنۍ د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ غړي ووژل شول او درې نور ژوبل شوي دي.
له ارګ څخه د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې ولسمشر دا بريد په سختو ټکو غندلى دى.
حامد کرزي زياته کړې : (( دې خاورې د بې ګناه وګړو په نښه کول د هغو مزدورانو کار دی ، چې پرديو ته په خدمت کې دي او نه غواړي په افغانستان کې سوله ټينګه شي او دغه هېواد ترقي وکړي.))
سرچينې زياته کړې، ولسمشر حامدکرزي د بادغيس ولايتي مسوولينو ته لارښوونه کوي ، چې د پېښې پوره پلټنه وکړي او له ټپيانو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.
خو د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي، چې په دې بريد کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې کورنۍ يو ماشوم له بريده روغ پاتې دى، نور ټوله کورنۍ وژل شوې ده.
په سيمه کې د سيدنوراحمد، په نامه يوه تن پژواک ته وويل، چې په دې بريد کې اته تنه وژل شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې وسله والو طالبانو په سيمه کې پر يوې ا منيتي پوستې ډزې کولې، چې يوه مرمۍ د خلکو پر کور ولګېده.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP