ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بالامرغاب په پېښه کې ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بالامرغاب په پېښه کې ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Dec 2013 - 16:40
د بالامرغاب په پېښه کې ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Dec 2013 - 16:40

کابل  ( پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢ ) : چارواکي وايي، چې په  بادغيس  ولايت کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، بلخوا ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى دى.

 د بادغيس د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ د موريچاق په کلي کې پر يوه کور راکټي بريد وکړ، چې له امله يې د همدغې کورنۍ د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ غړي ووژل شول او درې نور ژوبل شوي دي.

له ارګ څخه د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې ولسمشر دا بريد په سختو ټکو غندلى دى.

حامد کرزي زياته کړې : (( دې خاورې د بې ګناه وګړو په نښه کول د هغو مزدورانو کار دی ، چې پرديو ته په خدمت کې دي او نه غواړي په افغانستان کې سوله ټينګه شي او دغه هېواد ترقي وکړي.))

سرچينې زياته کړې، ولسمشر حامدکرزي د بادغيس ولايتي مسوولينو ته لارښوونه کوي ، چې د پېښې پوره پلټنه وکړي او له ټپيانو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.

خو د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي، چې په دې بريد کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې کورنۍ يو ماشوم له بريده روغ پاتې دى، نور ټوله کورنۍ وژل شوې ده.

په سيمه کې د سيدنوراحمد، په نامه يوه تن پژواک ته وويل، چې په دې بريد کې اته تنه وژل شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې وسله والو طالبانو په سيمه کې پر يوې ا منيتي پوستې ډزې کولې، چې يوه مرمۍ د خلکو پر کور ولګېده.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.