ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې راوستل د مشرانو ټينګ ژمنتوب ته اړتيا لري”

“د سولې راوستل د مشرانو ټينګ ژمنتوب ته اړتيا لري”

author avatar
11 Dec 2013 - 10:05
“د سولې راوستل د مشرانو ټينګ ژمنتوب ته اړتيا لري”
author avatar
11 Dec 2013 - 10:05

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): د برېتانيا د پارلمان يو غړى وايي، چې په افغانستان کې سوله راوستل شونې ده، ځکه په دغه هېواد کې پياوړې اراده او د اړتيا وړ مشري شتون لري.

د برېتانيا د پارلمان غړى جفري ډونالډسن، چې د شخړو د حل او سولې راوستلو د انسټيټيوټ (کاس وي) مشري هم پر غاړه لري، تېره اونۍ د ياد کمېسيون د څلور کسيز پلاوي په مشرۍ د افغانستان د سولې له عالي شورا او مدني ټولنې سره د نظرونو او تجربو شريکولو په موخه کابل ته راغلى و.

نوموړي د خبرو په ترڅ کې له افغاني اړخ سره د شمالي ايرلينډ د سولې د لړۍ په اړه خپلې تجربې شريکې کړې او په افغانستان کې يې د سولې پروسې د کارونې د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د برېتانيا د پارلمان ياد غړي څرګنده کړه، چې سوله پر يوې اړخيزې هوکړې منځ ته نه شي راتلاى، ژمنتيا او صداقت ته اړتيا لري او زياته يې کړه: “د سولې راوستل څه اسانه کار نه دى، وخت ته اړتيا لري او د مشرانو ټينګ هوډ ته اړتيا لري.”

جفري په دې باور دى، چې د سولې لړۍ ډېر وخت غيرمنظمه، تخليقي نوښت او فکر او مصلحت ته اړتيا لري، ځکه د هرې ستونزې حل ناشونى نه دى.

هغه ويلي: “په شمالي ايرلينډ کې دا ډول ستونزې ٣٠ کاله وغځېدې، په ډېرو مواردو کې د سولې راوستل لرې ښکارېدل، خو موږ هېڅوخت هم له خپلو هڅو لاس وانخيست او پر دې پوهېدو، چې د ټينګ عزم او ارداې په حال کې به سوله ترلاسه کړو.”

دغه برېتانيايي چارواکي افغانستان ته په خپل څلورم سفر کې د تل پاتې سولې او ثبات د راوستو لپاره د افغانانو له ټينګې ارادې خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: “تل پاتې سوله د يوې اړخيزې هوکړې په پايله کې نه شي ترلاسه کېدى، ټينګ ژمنتوب او هوډ ته اړتيا لري.”

هغه دغه راز زياته کړه: “تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اړينه ده، تر څو د سولې هر اړخيزه او ټول شموله لړۍ ولرو، په دې اړه بايد له هغو خلکو سره خبرې وشي، چې د دغو وژنو مسوول دي او له دې پرته په پروسه کې د هغوى نه ګډون د تل پاتې سولې لپاره ناشوني ښکاري.”

هغه څرګنده کړې: “يوازې مشران او سياست وال د سولې په پروسه کې رول نه شي لوبولى، مدني ټولنه هم په دې لړۍ کې د سولې له پروسې څخه په ملاتړ کې رول لوبولى شي، د ښځو، ځوانانو او نورو کسانو له ګډون پرته د سولې په پروسه کې پرمختګ ناشونى ښکاري.”

د برېتانيا د پارلمان ياد غړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، سوله يوازې د خبرو د مېز په حاشيه کې برياليتوب نه دى، بلکې سوله بايد په هره کورنۍ، کليو او بانډو، ښارونو او د افغانستان په ولايتونو کې بريالۍ شي.

هغه د دغو خبرو په يادولو سره، چې د سولې پروسه بايد يوازې د افغانستان په دننه کې رامنځته ته شي، زياته کړه: “زه د نړيوالو او سيمه ييزو مرستو اهميت هم په دې لړۍ کې مهم بولم، د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستيو اړيکو پرمختګ، د يوې تلپاتې سولې په راوستو کې يو اړين کار بلل کېږي.”

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.