ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت د ننګرهار دکانونو له درکه ٢٦٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى

دولت د ننګرهار دکانونو له درکه ٢٦٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى

author avatar
14 Dec 2013 - 11:08
دولت د ننګرهار دکانونو له درکه ٢٦٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى
author avatar
14 Dec 2013 - 11:08

جلال اباد(پژواک٢٣ليندۍ٩٢): د ننګرهار د کانونو رياست وايي ، چې  په تېرو ١١ مياشتو کې يې  د کانونو له درکه ٢٦٠ ميليونه افغانۍ عايد دولت ته سپارلى دى.

د ننګرهار د کانونو رييس شکرالله طلوع  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې ددې ادارې له خوا يواځې ٤٠ ميليونه افغانۍ دولت ته سپارل شوې وې، چې اوس دغه رقم ٢٦٠ ميليونو افغانيو ته لوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د کال تر پايه به د کانونو رياست له ٢٨٠ تر ٣٠٠ ميليونه افغانيو پورې عايد دولت ته وسپاري.

د کانونو د رييس په وينا، د سپين غره په لمنو کې يو شمېر د مرمرو او تالک ( شوکاڼي) کانونه شته، چې د سيمې خلک په کې په خپل سر کيندنې کوي، خو دوى امنيتي ادارو ته په دې اړه رسمي خبر ورکړى، ترڅو ددې ډول کيندنو او قاچاق مخه ونيسي.

د ننګرهار ولايت د کانونو رييس همدارنګه  زياته کړه ، چې په ننګرهار ولايت کې د مرمرو، شوکاڼي او ساختماني ډبرو په استخراجي چارو کې شاوخوا دوولس زره (١٢٠٠٠ ) تنو ته  د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، په نږدې راتلونکي کې به  د کرومايټو د ډبرو د پروسس لپاره  په  جلال اباد ښار کې يوه کارخانه جوړه شي، ترڅو په دې ولايت کې راټول شوي ١٥٠٠ ټنه کرومايټ پروسس کړي.

نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې تر ټولو زيات کانونه د مرمرو او تالک( شوکاڼي) دي، چې د دې ولايت په زياتره ولسواليوکې او همدا راز له حصارک څخه تر نازيانو او شينوارو پورې غځېدلي سپين غره  په زياتو سيمو کې دا ډول ډبرې کشف شوې دي.

دکانونو رييس زياته کړه، چې د سپين غره په لمن کې د خوګياڼيو اړوند د مرکيخېلو، ماماخېلو،کوديخېلو په  سيمو کې د مرمرو، شاه مقصودو او شوکاڼي ډبرو کانونه شته، چې اوس هم په خپل سر کيندنې په کې ترسره کيږي.

طلوع وايي، د دې ولايت په ثمرخېلو سيمه کې د کرومايټو ستر کان کشف شوى، چې لاتردې دمه يې د استخراج په اړه کوم  ګام نه دى پورته شوى.

د نوموړي په وينا، که د ننګرهار ولايت دکانونو استخراجي چارې په مسلکي او فني توګه ترسره شي، نو هر کال به دغه ولايت د کانونو له لارې له يوميليارد افغانيو زيات عوايد د دولت خزانې ته ور زياتې کړي.

له بل پلوه د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد پژواک ته د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د کانونو په خونديتوب کې مو کوم اقدام کړى، وويل:(( د سپين غره په لمن کې، چې کوم کانونه دي، نه خبر يم پر او نه معلومات لرم، چې د چا له خوا کيندنې يا قاچاق کيږي.))

دا په داسې  حال کې ده، چې د هېواد په زيات شمېر ولايتونو کې د سيمې د خلکو او زورواکو له  خوا په کانونو کې په خپل سر کيندنې او قاچاق کيږي، خو تر دې دمه د دولت له خوا داسې کوم ګام نه دى پورته شوى، چې د کانونو په برخه کې اکتشافي، استخراجي، امنيتي او نورې چاري په سمه توګه ترسره کړي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.