ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

په هرات کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

author avatar
16 Dec 2013 - 17:49
په هرات کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې
author avatar
16 Dec 2013 - 17:49

هرات( پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٢ ): په هرات ولايت کې د يو ميليون ډالرو په لګښت، درې ټولګټې پروژې  بشپړې  او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 د هرات والي فضل الله وحيدي وايي، چې په دې کې د برېښناسيستم جوړولو، استنادي دېوال او سړک رغولو پروژې شاملې دي، چې  نن په رباط سنګي ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې .

هغه زياته کړه، چې د پروژو لګښت د ولايت د ولسواليو د پرمختيايي طرحو پروګرام څخه اجرا شوی دی.  

د هرات والي په وينا، ددغو پروژوکار تېرکال پيل شوى و، چې تر څلورنيم زره کورنۍ د برېښناله نور څخه برخمنې شوې دي.

وحيدي وايي، چې د دوه نيم کيلومتره سړک پخول او له سيلاب څخه د ولسوالۍ ښارګوټي د خونديتوب په موخه داستنادي ديوال جوړول هم له همدغو پروژو څخه دي، چې د سيمې خلکو سلګونو تنو ته دکار زمينه  هم برابره شوې وه.

د رباط سنګی د مرکز يوه اوسېدونکي محمد عارف، د حکومت له دغې مرستې څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د ژمي پر مهال او نورو موسمي اورښتونو کې به د دوی ځمکې او کورونه سېلاب ګواښل او هرکال د سيلاب په راوتو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتل، خو تردې وروسته به د استنادي دېوال په جوړښت سره دغه اندېښنه کمه شي.

د سيمې بل اوسېدونکي محمد سليم د برېښنا پروژې له امله خوښي وښوده او ويې ويل: (( پخوابه مو د څراغ په ذريعه کور رڼولو ، چې تېل يې ګران  او رڼا کمه وه ،خو دبرېښنا په ورتګ سره به مو د کور په رڼولو سربېره د سيمې صنعت او سوداګري هم پرمختګ وکړي.))

ده په سيمه کې د حکومت د بيارغونې د نورو پروژو د عملي کولو هم غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې  په دغه ډول به خلک د مخالفو وسله والو له ملګرتيا راوګرځي.

رباط سنګي ولسوالۍد هرات ښار شمال لوېديځ په ۱۶۵کيلومترۍ کې پرته ده، له ترکمنستان سره پوله لري او د هرات په کچه له ناامنو سيمو څخه شمېرل کيږي.

په هرات کې له مرکز سربېره پنځو ولسواليو ته هم د برېښنا مزي غځېدلي او دغه ولايت ته له ايران او ترکمنستان څخه برېښنا راغلې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.