Language

په وېش کې چاودنې دوه تنه وژلي او ٦ نور يې ټپيان کړي

کندهار ښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه شاوخوا يوه بجه د وېش په بازار کې وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوې وو او د بازار په منځ کې يې چاودنه ورکړې ده.

فيصل وويل، چې په دې چاودنه کې ډېرى ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د وېش په بازار کې د سرحدي پوليسو پر رينجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يو ماشوم او يو پوليس وژل شوى، دوه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د دراني په وينا، ټپيان د سپين بولدک روغتون ته لېـږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په وېش بازار او سپين بولدک ولسوالۍ کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي چې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

Related Topics