ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې دکاني توکو قاچاقچيان  محاکمه کړي”

“حکومت دې دکاني توکو قاچاقچيان محاکمه کړي”

author avatar
21 Dec 2013 - 15:58
“حکومت دې دکاني توکو قاچاقچيان  محاکمه کړي”
author avatar
21 Dec 2013 - 15:58

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ٩٢): دکانونو او طبيعي زېرمو د څار شبکې دکانونو د خپلسرو کيندنو او قاچاق د مخنيوي او په کې د ښکېلو کسانو او قاچاقچيانو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په کانونو او طبيعي زېرمو د څارنې شبکې غړي جاويد نوراني د ليندۍ په ٣٠مه، په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د هېواد په زيات شمېر ولايتونو کې د کانونو قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې په ناقانونه توګه کيندل او بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کيږي.

هغه زياته کړه ، چې يواځې په دې بايد بسنه ونه شي ، چې د هغو ١٤٠٠ کسانو نومونه چې د کانونو په کيندنو او قاچاق کې لاس لري، افشار شي، بلکې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا دې دغه کسان تر تعقيب لاندې ونيول  اومحاکمه شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په کانونو او طبيعي زيرمو د څارنې شبکې په خپل راپور کې په ډاګه کړې وه، چې د هېواد په کچه نږدې ١٤٠٠ تنه د کانونو په قاچاق کې لاس لري.

نوراني وايي، چې له دې شبکې سره د يادو کسانو نومونه نه و، خو  د دې شبکې له ډيرو هلو ځلو وروسته  د کانونو او پټروليم وزارت په انټرنټي پاڼه کې په دې اړه يو نوملړ خپور کړ.

خو هغه نيوکه کوي،چې په دې نوملړ کې د زورواکانو  نومونه نشته او يواځې د هغو کسانو او کمپنيو نومونه په کې ياد شوي، چې سياسي تړاو نه لري.

د نوراني په وينا، په ختيځ، سوېل او سوېل ختيځو ولايتونو کې هره ورځ نږدې ٢٠٠٠ ټنه کرومايټ او د هېواد په شمال کې شاوخوا٥٠٠٠ ټنه د ډبرو سکاره او يوه اندازه فلورايټ ډبرې، مرمر، سرب او د طلا خاوره په ناقانونه ډول کيندل کيږي او بهر ته قاچاق کيږي.

هغه زياته کړه : (( دا څنګه ممکنه ده، چې يو قاچاقبر په لارو کې له امنيتي پوستو څخه تېر او توکي بهر ته قاچاق کړي، له دې معلوميږي، چې دولتي ادارې او يا هم زورواکي په دې کار کې لاس لري.))

سرچينه وايي، چې يواځې په سمنګانو ولايت کې د ډبرو سکرو په کانونو کې ٣٨٦ بېلابېلې کيندل شوې سيمې دي، په پنجشير کې د زمرودو٢٥٠ تونلونه کيندل شوي او همداراز په کندهار کې فلورايټ او په هلمند کې مرمر د بېلابېلو ډلو له خوا په ناقانونه ډول قاچاق کيږي.

د دې شبکې يو بل غړي ابراهيم جعفري په ولسي جرګه کې د طبيعي زيرمو او چاپيريال ساتنې پر کمېسيون  نيوکه وکړه او ويې ويل ، چې د څو مياشتو په تېرېدو سره لاهم دا کمېسيون په دې نه دى توانيدلى، چې د کانونو په قانون کې لازم بدلونونه رامنځته او تصويب ته يې اماده کړي.

د هغه په وينا، کانونه د هېواد شتمني ده، چې دولت يې په خونديتوب کې مسووليت لري، نو ځکه  له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي، ترڅو په هېواد کې د کانونو د قاچاق مخه ونيسي.

د تواب ستانکزي په نوم د دې ټولنې يو بل غړي پژواک اژانس  ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ترهغه چې د کانونو د خپلسرو کيندنو او قاچاق مخه نه وي نيول شوې، دغه ټولنه به خپلو څېړنو او غوښتنو ته دوام ورکوي.

سره له دې، چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د کانونو قاچاق روان و، خو ياده شبکه وايي ، چې په دې وروستيو څو کلونو کې دغه قاچاق زور اخيستى او په بېلابېلو سيمو کې هره ورځ په زرګونه ټنه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کيږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.