فيض اباد (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): د بدخشان والي وايي، چې پاکستان په هغه هېواد کې د ١٥ طالب مشرانو لپاره د استوګني کرايي کورونه نيولي او هغوى بيا په بدخشان کې ورانکاره کړنو ته هڅوي.
د بدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د پاکستان استخباراتي سازمان (ISI) د وسله والو مخالفينو لپاره د نورستان ولايت له لارې د بدخشان په غرنيو سيمو کې د نوو اډو د جوړولو په هڅه کې دى او له دې لارې غواړي د هېواد شمال او د منځنۍ اسيا هېوادونه نا ارامه کړي.
هغه زياته کړه، د معلوماتو پر بنسټ پاکستان ١٥ طالب مشرانو ته په هغه هېواد کې د استوګني کورونه په کرايه نيولي، هلته په کې ديني مدرسې لري او طالبانو ته روزنه ورکوي.
که څه هم اديب د يادو مشرانو نومونه وانه خيستل، خو زياته يې کړه، چې له هغوى نه ځيني د بدخشان او نور د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي، چې دلته ترې د ورانکاره کړنو په ترسره کولو کې کار اخلي.
د بدخشان والي وويل: ((طالبانو د شپې پاڼو په خپرولو سره له موږ غوښتي، چې اساسي قانون او اوسنى نظام تغيير کړو، ښځې دې ښوونځيو ته نه ځي، په دولت کې دې ونډه نه لري، د هغو سيمو امنيت دې موږ ته راکړل شي، چې موږ په کې يو، دولت دې په موږ کار نه لري، څو هلته خپل فعاليت ولرو.))
هغه زياته کړه، چې تل يې خپلې شديدې اندېښنې په سرحدي ولسواليو په ځانګړي ډول په وردوج او جرم ولسواليو کې د نا امنيو د زياتېدو په اړه څرګندې کړې، ځکه چې بدخشان ستراتيژيک موقعيت لري، د دې ترڅنګ سختې، ځنګليزې او غرنۍ لارې او سيمې لري، چې له چين، تاجکستان او پاکستان سره په پوله پرتې دي.
نوموړي زياته کړه: ((ترهګرې شبکې له همدې امله هڅه کوي چې په دغه ځاى کې د پښو ځاى پيدا کړي او له تېرو اتو کلونو راهيسې دا شبکې په بدخشان په ځانګړي ډول په تګاب او وردوج کې ځالې جوړې کړې دي.))
د ده په خبره، وسله وال مخالفين په درايم او شهر بزرګ ولسواليو کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، خو په دوو سيمو کې سخته اندېښنه موجوده ده، چې له کران و منجان او پاکستان سره نښتې د جرم ولسوالۍ سيمې او وردوج ولسوالۍ دي، چې د پاکستان د چترال توپخانې تر پولو رسېږي، د دې تر څنګ له تاجکستان او چين سره هم پوله لري.
د بدخشان والي وويل، القاعده چې ځان نړيواله ترهګره شبکه بولي، هڅه کوي چې د پاکستان د چترال او کران و منجان لارې منځنۍ اسيا ته لار ومومي او کله چې بدخشان نا امن کړي، نو نور ګاونډي شمالي ولايتونو به هم تر ګواښ لاندې راولي.
هغه زياته کړه: ((هغه موخې چې ترهګريزې شبکې او د هغوى تمويلوونکي هېوادونه يې لري او هېواد ته يې را استوي، څو شيان دي، خو يو هغه يې اقتصاد سبوتاژ دى.))
اديب وويل، چې په بدخشان کې د ورېښم لار چې له چين سره نښلي، د يوې اقتصادي لارې په توګه جريان لري، خو ګاونډى هېواد (پاکستان) اندېښنه لري چې که چېرې د ورېښم لاره خلاصه شي، نو د خلکو اقتصاد وده کوي، پر ځان بسيا کېږي او يوه بديله لار موندل کېږي، چې له همدې امله په وردوج کې وسله وال مخالفين چې اوس د جرم ولسوالۍ خستک درې ته راغلي، په پراخه بڼه تمويلوي.
د بدخشان والي زياته کړه، چې تل يې له دولت غوښتي څو بدخشان ته پاملرنه وکړي، که چېرې دولت تشکيل نه شي ورکولى نو لږ تر لږه د ملي اردو يوه لوا دې په بدخشان کې په خدمتي ډول مېشته کړي.
نوموړي وويل، چې اوسمهال په بدخشان کې د اردو او عامه ساتنې پوليسو يو کنډک شته، خو بدخشان يوه پراخه ساحه ده، دا ځواک ورته بسنه نه کوي او نورو کافي پوليسو او ځواکونو ته اړتيا لري. پوليس د وسلو او سمبالښت له اړخه له سخت کمښت سره مخ دي، اړينه ده چې وسله وال او سمبال شي.
د ويلو ده، چې د ١٣٩٢ لمريز کال په وږي مياشت کې د ملي اردو لومړۍ ١٧٠٠ کسيزه فرقه له وسله والو مخالفينو سره د مقابلې په موخه په بدخشان ولايت کې مېشته شوه، چې په وردوج او نورو ګاونډيو ولسواليو کې يې عمليات پيل کړل.
سره له دې چې سيمه ييز چارواکي د دې ولسوالۍ له بشپړ چاڼ څخه خبر ورکړى و، خو وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې د ملي رادو ٢٠ سرتېري ووژل، چې ځيني يې د تخار ولايت د سرحدي پوليسو اړوند وو.
طالبانو ادعا کوله، چې په جرم او وردوج ولسواليو کې فعال دي او د دوى د ځپلو په موخه يې د ځايي چارواکو د عملياتو او طالبانو د له منځه وړو خبره رد کړې وه.
په ورته وخت کې د مدني ټولنې ځيني فعالان پر دولت د نيوکې په ترڅ کې وايي چې خلک په قطعي ډول د طالبانو د نفوذ او هر ډول نا امنۍ مخالف دي او په دې ولسوالۍ کې د سولې راتلو غوښتونکي دي.
د مدني ټولنې يو فعال سيدعمر باهر پژواک اژانس ته وويل، چې بدخشان په تېر کې يو امن ولايت شمېرل کېده، خو په وروستيو کې يې امنيتي وضعيت ګډوډ شوى، وسله وال مخالفين په کې را پيدا شوي او ډېر وخت په ځينو ولسواليو په ځانګړي ډول په وردوج او جرم ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره نښتې کوي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې وضعيت همداسې دوام ولري، نو د دولت مخالفين به لا پياوړي او فعاليتونه به يې نورو ولايتونو ته وغځېږي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP