Language

د زابل لپاره د طالبانو والي نيول شوى

کندهار-کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ځانګړو عملياتو پر مهال د زابل ولايت لپاره د وسله والو طالبانو والي له يو شمېر نورو کسانو سره نيول شوى دى.

د ملي دفاع وزارت له خوا د مرغومي په ٤مه‌ پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره ورځ د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې  د طالبانو د ټاکل شوي والي په ګډون ٩ وسله وال   له يو شمېر وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

خو په سيمه کې يوې ا منيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې نيول شوى کس د زابل لپاره د طالبانو ټاکل شوى مرستيال والي دى.

بلخوا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د ارغنداب د  ده لاهور په سيمه کې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال نيول شوي،  چې يو شمېر مهم کسان هم په کې شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.