کابل (پژواک ٧ مرغومى ١٣٩٢): د پښتو ژبې د وتلي شاعر او ليکوال ارواښاد نصرالله حافظ په ياد په کابل کې غونډه جوړه شوه .
نصرالله حافظ د ميرزا نور اسلام زوی، په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
د پښتو ژبې د دې شاعر او ليکوال د روان کال د لړم مياشتې په ٢٣مه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د چپرهار د حافظانو په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
نصرالله حافظ، د ښوونکي، د پښتنې بانک له خوا خپرېدونکې مجلې (ويسا) د مسلکي غړي، د پښتون غږ مجلې مرستيال او ٥٢ کاله د راډيو افغانستان په بېلابېلو برخو کې کار کړى و.
ده په راډيو افغانستان کې د روزنې ادارې د پښتو برخې چلوونکي، د تدقيق مدير، د هنر او ادبياتو ادارې مرستيال، د پښتو ډرامو او ډيالوګ مدير، د انسجام مدير، د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال او د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير په توګه دندې ترسره کړې دي.
دغه شاعر او ليکوال ډېرې جايزې ترلاسه کړي او (ستا د چم ګلونه) (مات ستوري) (دردونه تکلونه) (زړې پګړۍ) (د مينې ډيوه ) (د بېدارۍ غږ ) (د شاعر مرګ ) او (د سباوون نغمه) يې له اثارو څخه دي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ډاکټر محمداکرم خپلواک، نصرالله حافظ پياوړى ادبي شخصيت وباله او ويې ويل، چې د هغه په اړه د لرې او برې پښتونخوا ليکوالانو او اديبانو بېلابېلې ليکنې کړې دي.
هغه زياته کړه: “دا چې ادبيات زموږ د فرهنګ د معنوي ارزښتونو يوه بډايه او ځانګړې برخه جوړوي، په کار دا دي، چې د لابډاينې، ودې، ژوندي ساتلو او ځلا لپاره يې ډېرې هڅې وشي.”
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال، هم حافظ د پښتو ژبې ستر ليکوال او شاعر وباله او ويې ويل، چې مړينه يې ستره ضايعه وه.
هغه وويل، چې حافظ د هېواد د فرهنګ او هنر د بډاينې لپاره ډېر څه کړي دي او د ژوند تر وروستيو شېبو يې له شعر سره ژوند کړى او اشعار يې د خلکو پر ژبه، ساده او روان و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن