Language

د واده پر موټر چاودنې ٢ ملکي وګړي وژلي او ٨ نور ټپيان دي

کندهار (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د واده پر موټر چاودنې ٢ ملکي وګړي وژلي او ٨ نور ټپيان دي.

د ميوند ولسوال حاجي صالح محمد نورزي د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره ورځ ماښام شاوخوا پنځه بجې د يادې ولسوالۍ په شېرعلي کارېز سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، د واده د ورا پر ټونس موټر هغه مهال د سړک غاړې ماين وچاودېد چې د ناوې کور ته روان وو.

دى وايي، په چاودنه کې يو ماشوم او يو نارينه وژل شوي او ٨ تنه نور ټپيان دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د سيمې د اوسېدونکو له خوا روغتون ته رسول شوي، چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ځينو روغتيايي حالت يې ښه نه دى.

ولسوال د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او ويې ويل، چې دغه ماين يې تازه ځاى پر ځاى کړى و، خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ميوند ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، شېرعلي کارېز سيمه د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ٢٠ کيلومتره لرې ده، چې وسله وال طالبان په کې فعاليت لري.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم پېښه تاييدوي او وايي، چې وسله وال مخالفين تل په عامه لارو کې دولتي ځواکونو ته ماينونه خښوي، چې ډېر مهال ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

ميوند ولسوالۍ له کندهار ښاره د ٧٠ کيلومتره په واټن د هرات_ کندهار پر لويه لاره پرته ده، چې وخت په وخت په کې امنيتي پېښې رامنځته کېږي.

Related Topics