ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا يو ځل بيا د ټولو سرتېرو د ويستلو ګواښ وکړ

امريکا يو ځل بيا د ټولو سرتېرو د ويستلو ګواښ وکړ

author avatar
31 Dec 2013 - 11:01
امريکا يو ځل بيا د ټولو سرتېرو د ويستلو ګواښ وکړ
author avatar
31 Dec 2013 - 11:01

واشنګټن ( پژواک ١٠ مرغومى ٩٢ ) : امريکا د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند په اړه له   څو ورځو چوپتيا وروسته يو  ځل بيا يې ددغه سند د ژر لاسليک غوښتنه وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ګواښنه کړې، چې که  په ژر فرصت کې دا سند لاسليک نه شي، نو دوى به له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو پر ويستلو پيل وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې ماري هارف په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل ، چې که  امنيتي سند په خپل وخت  لاسليک نه شي، نو دوى به دوتلو لپاره پلان جوړ کړي.

هغې زياته کړې، چې د نه لاسليک په صورت کې به نه امريکايي او نه هم ناټو ځواکونه په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته پاتې شي.

 هارف ويلي، چې ولسمشر بارک اوباما تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو هره ورځ  چې د امنيتي سند له لاسليکه پرته تېريږي، بد عواقب لري.

د نوموړې په وينا، ډېرى  بد عواقب يې د افغانانو لپاره دي، ځکه دوى پوهيږي ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته څه رامنځته کېدونکي دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې وويل ، چې امريکا د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو هرکلى کوي .

هغې زياته کړه : (( موږ ددغه سند لاسليک ته اماده يو، موږ په دې باوري يو، چې دې سند سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ اوږود مهاله همکاري زياته شي. ))

د افغانستان مشورتي لويې جرګې د ليندۍ په ٣مه، امريکا سره امنيتي سند له يو شمېر وړانديزونو سره تاييد کړ.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ  اعلان وکړ، چې تر هغه به دا سند نه لاسليک کوي، څو پورې چې امريکا يې شرطونه ونه مني.

د عملياتو پر مهال د خلکو پر کورونو نه ننوتل، د رڼو ټاکنو ترسره کول او دسولې د عملي پروسې پيل د ولسمشر شرطونه دي.

حامد کرزي تېره اونۍ په کابل کې د رسنيو مشرانو سره ديوې ناستې پر مهال په ډاګه کړه، چې امريکايي چارواکو د عملياتو پرمهال د خلکو پر کورونو د نه ننوتلو شرط منلى ، خو يواځينى شرط چې پاتې دى هغه دسولې د عملي پروسې پيلول دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.