کندهار (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې روانه اونۍ په کندهار ښار او ولسواليو کې يې د عملياتو پر مهال ١٤ قاچاق کوونکي له زياته اندازه نشه يي توکو سره يو ځاى نيولي دي.
دغه راز پوليسو په دغو عملياتو کې وسلې او نور مهمات هم نيولي او وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د مرغومي په ١٢مه اونيزې خبري غونډې ته وويل، چې په دې اونۍ په کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو کې يې ١٠ ګډ او ١٣ ځانګړي عمليات ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، په شوو عملياتو کې ٣ وسله وال مخالفين وژل شوي، يو ټپي شوى او ٦ نور ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، پوليسو د عملياتو پر مهال ٦ د ځانمرګو واسکټونه، ١٢٨بېلابېل ماينونه، ٤ لاسي بمونه،٨٢ کيلو ګرامه د ماين جوړولو چرې، ١١٠ کيلو ګرامه باروت، ١ ميل راکټ، ٢ ميله پيکا، ١٠٠ د پيکا مرمۍ، ٧ کلاشينکوفونه، ١٢ د کلاشينکوف شاجورونه، ٣ صندوقه د کلاشينکوف مرمۍ، ٢ تومانچې، ٣ کربين ټوپک، ٥ لس ټکه ټوپک، يو امريکايي ماين پال، ٣ دوربينونه، ٢ پايې مخابرې، ١٠٠ متره ثانيه سوز لاين، ٤٠٠ برقي پټاکۍ، ٣ د٨٢ ملي متري توپ مرمۍ، يوه د راکټ مرمۍ، ١٠٠ کيلوګرامه پوتاشيمي مواد او يو عراده موټرسايکل نيولي دي.
دى وايي، په عملياتو کې د پوليسو يو رينجر موټر چې څه موده مخکې وسله والو نيولى و، بېرته د پوليسو لاس ته ورغلى دى.
اطرافي په کندهار ښار او ولسواليو کې د نشه يي توکو د نيول کېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې د بېلابېلو تلاشيو او عملياتو پر مهال ٥،٦٩ کيلوګرامه هيروين، ٨٠ کيلوګرامه ترياک، ٣٠٠ کيلوګرامه چرس، ١٥ لېتره الکولي مشروبات له ٢ موټرو او يو عراده موټرسايکل سره نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، د يادو نشه يي توکو په تړاو يې ١٤ تنه نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.
هغه دغه راز د بېلابېلو جنايي پېښو په اړه د ٥ نورو کسانو د نيول کېدو يادونه هم وکړه، چې دوسيې يې بشپړې شوې او څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.
د يوه بل خبر له مخې، امنيتي ځواکونو په پنجوايي ولسوالۍ کې هم يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې د دې ولسوالۍ په موشان سيمه کې ٤ کلاشينکوفونه، ١ ثقيل، ٣ دوربينونه، ٣ فيره د پيکا مرمۍ، ٤ د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ او ١٠٠ کيلوګرامه باروت له دوو تنو مشکوکو کسانو سره يو ځاى نيول شوي دي.
دى وايي، د دې ولسوالۍ په تلوکان او زنګ اباد سيمو کې بيا ٦٤ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.