کندهار (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت د صنعتکارانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله صنعت ٦٠ سلنه پرمختګ کړى او د فعالو فابريکو شمېر تر ١٣٠ پورې رسېدلى دى.
صنعتکاران ٢٠١٣ کال د کندهار ولايت لپاره د صنعت په برخه کې د پرمختګ کال ګڼي او وايي، چې يو شمېر فابريکو په بېلابېلو برخو کې ان ګاونډي هېواد پاکستان صادرات هم درلودلي دي.
د کندهار ولايت د صنعتکارانو د اتحاديې
له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې تېر کال په دغه ولايت کې د فعالو فابريکو شمېر ٤٥ وو، خو په ٢٠١٣ کال کې دغه شمېره ١٣٠ ته پورته شوه.
هغه زياته کړه، اوسمهال د کندهار په صنعتي پارک کې ٨٥ او د ښار په نواحيو کې ٤٥ فعالې فابريکې شته چې په بېلابېلو برخو کې توليدات لري.
ده وويل: ((د فابريکو د شمېر د زياتېدا او د بېلابېلو اجناسو د توليد او د مارکېټ د اړتيا د پوره کولو پر بنسټ زه ويلاى شم، چې په ٢٠١٣ کال کې په کندهار کې صنعت د تېر په پرتله ٦٠ سلنه پرمختګ کړى دى.))
په کندهار کې شته فابريکې په بېلابېلو برخو کې توليدت لري، چې د وسپنې د ګاډرانو جوړول، د تعميراتي ګول سيخونو جوړول، پرزې، پلاستيکي مصنوعات، غير الکولي مشروبات، کاغذ او کارټن جوړول، اکسېجن، غوړي، صابون، المونيم لوښي، د بخار دېګونو جوړول، پي وي سي پايپونه، يخى، چپس، ايسکريم او نور يې د يادولو وړ دي.
مُشکانى وايي، د کندهار د يخ او پي وي سي پايپونو جوړولو فابريکو په همدې کال کې د لومړي ځل لپاره نه يواځې دا چې په کور دننه د مارکېټ اړتيا پوره کړې وه، بلکې ګاونډي هېواد پاکستان ته يې صادرات درلودل.
هغه زياته کړه، په تېر کال کې د کرښې د هغې غاړې (چمن، پښين او قلعه عبدالله) سيمو ته تر ٢٠ زره ټنه زيات يخى صادر شو، دغه راز د پي وي سي پايپ جوړولو فابريکې صادرات سل فيصده لوړ شول چې يادو شوو سيمو ته يې په زياته کچه پايپونه صادر کړل او د هغو سيمو اوسېدونکو يې د کيفيت ستاينه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې کندهار ته ان د يخ، خښتو، جغل او نورو توکو واردات کېدل، چې اوس په کور دننه دغه اړتياوې پوره شوې دي.
د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال په کندهار کې د شته فابريکو د توليداتو د کيفيت په اړه وويل، چې دغلته شته فابريکې ټولې له دولت سره راجسټر دي او پر همدغه بنسټ د خپلو مسووليتونو له مخې هڅه کوي، چې د توليدېدونکو اجناسو کيفيت او معيار لوړ وساتي.
مشکاني خبر ورکړ، چې له ستونزو سره سره په دغه ولايت کې صنعت د پياوړتيا او پرمختيا پر لور روان دى، چې تر دې مهاله ايسا ادارې د فابريکو جوړولو په برخه کې تر ٣٠٠ پورې جوازونه وېشلي دي.
د نوموړي په وينا، همدا اوس په ښارواکۍ د پانګوالو ٨٠ عريضې پرتې دي، چې په صنعتي پارک کې ځمکې غواړي او غواړي دلته په بېلابېلو برخو کې فابريکې جوړې کړي.
خو مشکاني په دې برخه کې د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې د ډاډمنې او اوږدمهالې برېښنا نشتوالى دغه ټولې هڅې ننګوي.
دى وايي، د امريکا د پرمختيايي ادارې (يو ايس اې اى ډي) د درېيو کلونو لپاره د کندهار د صنعتي پارک د برېښنا ټول لګښت په غاړه اخيستى و، چې دغه موده د ٢٠١٣ کال په ډسمبر مياشت کې پاى ته رسېده، خو له ښه مرغه چې د صنعتکارانو او چارواکو په هلو ځلو دغه موده د ٢٠١٤ کال پر پايه وغځول شوه.
هغه زياته کړه، د امريکاي پرمختيايي ادارې ژمنه کړې ، چې د روان ٢٠١٤ کال تر پايه به صنعتي پارک ته د پخوا په څېر برېښنا ورکوي او ټول لګښت به يې د هغوى په غاړه وي.
خو نوموړى ټينګار کوي، چې په دغه ولايت کې د برېښنا د ستونزې اساسي حل په کار دى.
دى وايي، د دې ستونزې د هوارۍ لپاره څه موده مخکې د صنعتکارانو د اتحاديې يوه پلاوي په کابل کې د اتو وزارتونو له وزيرانو سره ليدلي او په دې کتنه کې په ډاګه شوې، چې تر ٢٠١٧ کال پورې به له ازبکستان څخه اخيستل شوې وارداتي برېښنا تر کندهاره رسول کېږي.
د نوموړي په وينا، اوس مهال د صنعتکارانو تشويش له دې امله دى، چې تر هغه مهاله چې وارداتي برېښنا دغه ولايت ته را رسېږي ، نو د منځ په کلونو کې به هغوى ته له کومې خوا برېښنا برابرېږي؟
خو هغه وويل، چې په دغه ولايت کې د برېښنا دوه هيلې شته، چې يوې يې د دهلې پر بند توربين نصبول او بل هم سولر برېښنا ده، چې که صنعتکاران په دغه برخه کې پانګونه وکړي، نو په ٢٤ ساعتونو کې له لمر څخه مستقيماً څلور يا پنځه ساعته برېښنا اخيستلاى شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د برېښنا د ستونزې تر څنګ د بهرنيانو د وتلو، ټاکنو او په دغو خبرونو پورې نورې اوازې به پر صنعت څومره اغېز وکړي، ده وويل، دغه چارې به پر صنعت اغېز نه لري.
د هغه په وينا، دغه اوازې يواځې د وارداتي سوداګرۍ په برخه کې اغېز لرلاى شي، چې له امله به يې سوداګر د پخوا په څېر ډېر مال نه راوړي او يا به ډېر پيسې نه لګوي، خو صنعتکارانو خپله پانګه همدلته پر مشينرۍ او اړوندو تاسيساتو لګولې او انجماد کړې چې دا غيرمنقوله پانګه ده او هغوى مجبور دي، خپلو صنعتي چارو ته دوام ورکړي.
بلخوا د کندهار ولايت د اقتصاد رييس هم وايي، چې په ٢٠١٣ کال کې دغه ولايت په صنعت کې پرمختګ کړى او په دې برخه کې اساسي کارونه شوي دي.
د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کال کې ګڼ شمېر تړل شوې فابريکې پرانيستل شوې، توليدات يې زيات شول او اوسمهال په ټولو فابرکو کې ٥ زره کارګر کار کوي، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.
هغه وويل، د فابريکو تر څنګ د چرګانو او غواوو پر فارمونو هم ډېره پانګونه شوې او اوس کندهار ولايت د چرګانو د غوښې او د لبنياتو په برخه کې خودکفا شوى دى.
نوموړي د دې تر څنګ خبر ورکړ، چې پانګوال هم اوس پوه شوي، چې د وارداتو پر ځاى بايد په خپله په هره برخه کې صادرات ولري، چې پر همد بنسټ يې دلته د پانګونې لړۍ پيل کړې او په راتلونکو کلونو کې به په دې برخه کې نور هم پرمختګونه وليدل شي.