کندهار (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې پنځه وسله وال د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د يادې ولسوالۍ په کوندل او منو سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، يادو وسله والو په موټر کې چاودېدونکي توکي لېږدول، چې پرې چاودېدلي او وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فيصل وايي، د پېښې په ځاى کې دوه ميله کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي او لا هم د وژل شوو مخالفينو جسدونه په سيمه کې پراته دي.
هغه دا هم وويل، چې د پوليسو د لومړنيو پلټنو له مخې، دې ډلې د شاوليکوټ ولسوالۍ د ملا عبدالله په نوم له وسله والې ډلې سره تړاو درلود.
د يادې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو تر دې مهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.