ښرنه( پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٢):په پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ بنسټ ژمنه وکړه، چې د پنځه سوه په شاوخواکې غړي به يې له راتلونکو ټاکنو څارنه کوي.
دغه پرېکړه د مرغومي په ۲۲مه، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې ديوې غونډې په ترڅ کې وشوه او دغه راز د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر او نورمسوولين وټاکل شول.
د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر يعقوب منظور پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ټولنو د همغږۍ کمېټې جوړېدو څخه يې موخه د پکتيکا والو د حقوقو خوندي کول او له راتلونکو ټاکنو څخه څارنه ده.
نوموړی زياتوي ،يادو مدني ټولنو په خپله لومړۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د راتلونکو ټاکنوڅخه به څارنه کوي، ترڅو رڼې او په ښه ډول ترسره شي.
منظور وايي، د پکتيکا د شته ټولو مدني ټولنو څخه د۵۰۰ تنو په شاوخوا کې غړي به د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د راتلونکو ټاکنو څخه د څارنې په موخه د څارونکو په توګه وګومارل شي.
د مدني ټولنو د همغږي دفتر مشر وويل، د دوی بنسټ په هرو پنځلسو ورځو کې غونډه کوي، څو په دې ولايت کې د ټاکنو او نورو برخوکې شته ستونزو په هواري خبرې اترې وکړي.
نوموړی زياتوي، د مدني ټولنو د همغږۍ ټولنه په پام کې لري، د هيوادوالو د عامه پوهاوي دکچې په لوړولو کې مهم رول ترسره کړي.
منظور وايي: (( پکتيکا وروسته پاتې ولايت دی او هم د چارواکو له لوري ورته خاص پاملرنه، نه کېږي، دلته زموږ ځوانان،زده کوونکي او ښځې له بېلابېلو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.))
هغه له رسنيو هم وغوښتل، چې د پکتيکاوالو د ستونزو په حل کولو کې ورسره همکاري او مرسته وکړي.
د يون او بدلون ټولنې مشر نعمت الله خالد وايي، مدنې ټولنې د ولس او دولت تر منځ د پول حثيت لري، هر څومره چې مدنې ټولنې منظمې او په پلان کار وکړي په همغه کچه به د ولس او دولت تر منځ واټن راکم شي.
خالد پژواک ته وويل: (( په هغو ولسواکو نظامونو کې چې هلته دولت پياوړی دی، خلک له دولت سره همکاري کوي او د ولس له همکارۍ پرته دولت نه شي پياوړی کيدای، نو اړتيا ده ، چې د ولس او دولت تر منځ غوره پوهاوی رامنځ ته شي.))
په ياده غونډه کې د مخلتفو مدني بنسټونو فعالينو ګډون کړی وو، دوی ټينګار کاوه ، چې بايد هيواد ته خدمت وکړي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې، د ١٣٩٣ کال د ورى په ١٦مه تر سره کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP