Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا مدنې ټولنو د راتلونکو ټاکنو د څارنې ژمنه وکړه

ښرنه( پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٢):په پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ بنسټ ژمنه وکړه، چې د پنځه سوه په شاوخواکې غړي به يې له راتلونکو ټاکنو څارنه کوي.

دغه پرېکړه د مرغومي په ۲۲مه، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې ديوې  غونډې په ترڅ کې وشوه او دغه راز د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر او نورمسوولين وټاکل شول.

د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر يعقوب منظور پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ټولنو د همغږۍ کمېټې جوړېدو څخه يې موخه د پکتيکا والو د حقوقو خوندي کول او له  راتلونکو ټاکنو څخه څارنه ده.

نوموړی زياتوي ،يادو مدني ټولنو په خپله لومړۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د راتلونکو ټاکنوڅخه به څارنه کوي، ترڅو رڼې او په ښه ډول ترسره شي.

منظور وايي، د پکتيکا د شته ټولو مدني ټولنو څخه د۵۰۰ تنو په شاوخوا کې غړي به د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د راتلونکو ټاکنو څخه د څارنې په موخه د څارونکو په توګه وګومارل شي.

د مدني ټولنو د همغږي دفتر مشر وويل، د دوی بنسټ په هرو پنځلسو ورځو کې غونډه کوي، څو په دې ولايت کې د ټاکنو او نورو برخوکې شته ستونزو په هواري خبرې اترې وکړي.

نوموړی زياتوي، د مدني ټولنو د همغږۍ ټولنه په پام کې لري، د هيوادوالو د عامه پوهاوي دکچې په لوړولو کې مهم رول ترسره کړي.

منظور وايي: (( پکتيکا  وروسته پاتې ولايت دی  او هم  د چارواکو له لوري ورته خاص پاملرنه، نه کېږي، دلته زموږ ځوانان،زده کوونکي او ښځې له بېلابېلو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.))

هغه له رسنيو هم وغوښتل، چې د پکتيکاوالو د ستونزو په حل کولو کې ورسره همکاري او مرسته وکړي.

د يون او بدلون ټولنې مشر نعمت الله خالد وايي، مدنې ټولنې د ولس او دولت تر منځ د پول حثيت لري، هر څومره چې مدنې ټولنې منظمې او په پلان کار وکړي په همغه کچه به د ولس او دولت تر منځ واټن راکم شي.

خالد پژواک ته وويل: (( په هغو ولسواکو نظامونو کې چې هلته دولت پياوړی دی، خلک له دولت سره همکاري کوي او د ولس له همکارۍ پرته دولت نه شي پياوړی کيدای، نو اړتيا ده ، چې د ولس او دولت تر منځ غوره پوهاوی رامنځ ته شي.))

په ياده غونډه کې د مخلتفو مدني بنسټونو فعالينو ګډون کړی وو،  دوی   ټينګار کاوه ، چې بايد هيواد ته خدمت وکړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې، د ١٣٩٣ کال د ورى په ١٦مه تر سره کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.