چاريکار(پژواک ٢٣ مرغومى ٩٢): د کابل د پغمان ولسوالۍ د يو تن اوسېدونکي ٢٥ کلن ځوان مړى ، نن سهار د پروان په مرکز کې وموندل شو.
د پروان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د کريمينال تخنيک امر سمونمل اغا فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مړى نن سهار په داسې حال کې وموندل شو ، چې د پروان د مرکز اړوند په دولانه سيمه کې پر ونه تړل شوى و.
د هغه په وينا، دغه ٢٥ کلن ځوان پر سينه څلور ګولۍ ويشتل شوى او د جيب له اسنادو يې څرګنديږي، چې حکمت نومي او د کابل د پغمان ولسوالۍ د پراچي کلي اوسېدونکى دى .
د ده د معلوماتو له مخې، د دې ځوان مړى د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
دى وايي، چې تر دې دمه د دې قتل لامل او قاتل نه دى څرګند، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن