کندهار (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): چارواکي د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه قوماندان او په پنجوايي او ميوند ولسواليو کې د دوو وسله والو د وژلو او د يو اندازه مهماتو د نيول کېدو خبر ورکوي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو يو مشهور قوماندان د يوه کمين په ترڅ کې وژلى دى.
هغه زياته کړه، د ملا بخت محمد په نوم دغه قوماندان د ارغستان تر څنګ په ځينو نورو ولسواليو کې هم وسله وال فعاليتونه کول.
دى وايي، امنيتي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دغه قوماندان د ارغستان د شګو ګودر په سيمه کې هغه مهال وواژه، چې له يوې سيمې بلې ته پر لاره و.
د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى هم وايي، چې وژل شوى قوماندان د وسله والو مخالفينو د يوې ډلې مشري کوله او د امنيتي ځواکونو پر خلاف يې وسله وال بريدونه او د ماين چاودنې تنظيمولې.
بلخوا په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، چې د مستحکمو سرحداتو په نوم عملياتو کې يې په پنجوايي او ميوند ولسواليو کې ٢ وسله وال وژلي دي.
د قول اردو له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو سرتېرو په دغو ولسواليو کې ٢ ميله کلاشينکوفو، ٢٠ لاسي بمونه، ٦٣ کړۍ بېلابېل ماينونه، ١٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ٢٢ د توپ مرمۍ، ٥ صندوقه د پيکا مرمۍ، ٦ د هاوان مرمۍ او يو شمېر نور مهمات نيولي دي.
په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.