Language

د ژېړۍ په ډله ييز بريد کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي

کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ د تېرې ورځې په ډله ييز بريد کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ايساف ځواکونو پر پوځي اډه دغه بريد تېره ورځ شاوخوا ١١ بجې وشو، چې د امنيتي مسوولينو په وينا، نهو بريد کوونکو په کې برخه اخيستې وه.

لومړى يوه ځانمرګي بريد کوونکي يو مازدا موټر ته، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو، د پوځې اډې له شمالي دېوال سره چاودنه ورکړه او وروسته په تونس موټر کې راغلو ٨ تنو ، چې پر وسلو سمبال وو، دې پوځي اډې ته يې د ننوتلو هڅه کوله.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډله ييز بريد ٢٠ دقيقې دوام درلود او ټول هغه وسله وال ، چې غوښتل يې پوځي اډې ته ننوځي ووژل شول.

هغه زياته کړه، د ايساف ځواکونو دغه پوځي اډه د ملي اردو له پوځي قرار ګاه سره خوا په خوا پرته ده، کله چې لومړۍ چاودنه وشوه، نو د ملي اردو د درېيمې لوا او د ايساف ځواکونو له خوا په ګډه ټول وسله وال بريد کوونکي ، چې اډې ته يې د ننوتو هڅه کوله، ووژل شول.

دى وايي، وسله والو مخالفينو د ايساف ځواکونو د پوځي اډې شمالي دېوال په نښه کړى و، چېرې چې د چورلکو او بې پيلوټه الوتکو لپاره موقتي هوايي ډګر جوړ شوى دى.

خو هغه وويل، چې په دغه بريد کې الوتکو ته هېڅ راز مالي زيان نه دى اوښتى او يواځې په کې د يو شمېر پوځي موټرو هيندارې ماتې شوې دي.

د ده په خبره، په دغه بريد کې ټول نهه واړه بريد کوونکي وژل شوي دي. ايساف پرون ويلي وو، چې په دغه بريد کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.

بلخوا د ژېړۍ ولسوال حاجي جمال اغا هم وايي، چې امنيتي ځواکونو پر وخت اقدام وکړ او بريد کوونکي يې پرې نه ښودل ، چې پوځي اډې ته ننوځي، ځکه خو کوم مالي زيان نه دى اوښتى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دې پېښې په لومړۍ چاودنه کې يوه نهه کلنه نجلۍ او يو سپين ږيرى هم وژل شوي دي.

دى وايي، پوځي اډه د استوګنې له کورونو او د ګڼې ګوڼې له سيمې لرې ده، خو ياد دوه ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول ، چې پر لاره روان وو.

د ژېړۍ ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي محمد دين هم وايي، چې پوځي اډه د خلکو د استوګنې له سيمې لرې جوړه شوې، خو بيا هم دوه ملکي لارويان په کې وژل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د معلوماتو له مخې دغه ډله ييز بريد په شلو دقيقو کې د ټولو بريد کوونکو په وژلو پاى ته ورسېد.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې

بريد کوونکو د ايساف ځواکونو يونيفورم پر تن کړى و، پر سپکو وسلو سمبال وو او تر لومړۍ زورورې چاودنې وروسته يې پوځي اډې ته د ننوتو هڅه کوله، خو هغوى تر ننوتو مخکې ووژل شول.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې لومړى د يوه غټ موټر په وسيله چاودنه ترسره شوې او بيا ورپسې نورو بريد کوونکو په سيمه کې درې ساعته جګړه وکړه.

هغه ادعا کړې ، چې په دې پېښه کې لسګونه بهرني سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر الوتکې له منځه وړل شوې دي.

د طالبانو وياند وايي ، چې بهرنيانو په دې پېښه کې خپله مرګ ژوبله او زيانونه پټ کړي او زياته کړې يې ده ، چې که داسې نه وي، نو رسنيو ته دې اجازه ورکړي، چې سيمه له نږدې وګوري.

ژېړۍ ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لور ته د ٢٥ کيلومتره په واټن د کندهار- هرات پر لويه لاره پرته ده ، چې په تېر کې ورڅخه ډېر مهال د نا امنيو او جګړو راپورونه ترلاسه کېدل، خو په دې وروستيو کې نسبتاً ارامه شوې ده.

دغه ډله ييز بريد وروسته له هغه ترسره شو، چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې پر يوه هوټل په ترسره شوي ډله ييز بريد کې د ١٣ بهرنيانو په ګډون ٢١ کسان ووژل شول.

Related Topics