Language

ميوند کې چاودنې درې ملکي وګړي ووژل

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د ميوند ولسوالۍ د دکوباز په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د ملکي وګړو پر يوه سراچه موټر شوې، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او يو تن ټپي دى.

دى وايي، چې پوليس سيمې ته رسېدلي، ټپي او مړي يې روغتون ته لېږدولي دي.

فيصل د دې چاودنې مسووليت پر وسله والو واچاوه، خو وسله والو بيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په کندهار کې يو ځل بيا د چاودنو او بريدونو لړۍ تنده شوې، پرون د دغه ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي اډې بريد شوى و، چې د چارواکو په وينا، ٩ بريد کوونکي، يو د ايساف سرتېرى او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

Related Topics