کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامد کرزى د روسيې په سوچې ښار کې د المپيک ژمنيو لوبو د پرانيستو په مراسمو کې تر ګډون وروسته نن سهار بېرته کابل ته را ستون شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد ولسمشر تېر ماښام د المپيک ژمنيو لوبو د پرانيستې په مراسمو کې، چې د فدراتيفې روسيې په ساحلي ښار سوچي کې جوړ شوي و ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون په کې د نړۍ تر ٤٠ د زياتو هېوادونو مشرانو ګډون کړى و.
سرچينې ليکلي، چې د المپيک ژمنۍ لوبې د سوچي ښار په فيشت لوبغالي کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له خوا په شانداره مراسمو سره رسماً پرانيستل شوې او وروسته بيا د روسيې مشهورو لوبغاړو د نړۍ د ٨٨ هېوادونو له لوبغاړو سره يو ځاى خپل بيرغونه ورپول.
ولسمشر کرزى تېره ورځ روسيې ته تللى و.
په دغه سفر کې له ولسمشر سره د بهرنيو چارو وزير ضراراحمد عثماني او د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفتر سپنتا ملتيا کوله.
د سوچې د ژمنيو المپيک لوبو ٢٢ دوره، چې تېره ورځ په رسمي ډول پيل شوې، د روان کال د کب مياشتې تر ٤ مې نېټې به دوام وکړي او د نړۍ د ٨٨ هېوادونو ورزشکاران به په بېلابېلو څانګو کې سره سيالي وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن