ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په خان اباد کې دوه سوه ناقانونه وسله وال وژل شوي

د کندوز په خان اباد کې دوه سوه ناقانونه وسله وال وژل شوي

author avatar
10 Feb 2014 - 16:08
د کندوز په خان اباد کې دوه سوه ناقانونه وسله وال وژل شوي
author avatar
10 Feb 2014 - 16:08

کندوز (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د کندوز ولايت د سولې عالي شورا رييس وايي، چې د خان اباد ولسوالۍ کې د ناقانونه وسله والو د خپل منځي جګړو په  ترڅ کې له دواړو لورو ٢٠٠ تنه وژل شوي او په لسګونو ملکي وګړي ټپيان دي.

تر دې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د شته ناقانونه وسله والو شمېر ٢٠٠٠ تنه ښودل شوى و، خو اوس بيا د کندوز د ولايتي شورا رييس وايي، چې دا شمېر درېيو زرو ته رسېدلى او امنيت يې د پخوا په پرتله زيات خراب کړى دى.

د کندوز ولايت شورا رييس اسدالله عمرخېل وويل، چې په څو وروستيو کلونو کې د دغو کسانو له ډلې ٢٠٠ تنه د شخصي دښمنيو او خپل منځي نښتو له امله وژل شوي دي.

هغه يادې غير قانوني وسله والې ډلې د امنيت ګواښلو تر ټولو خطرناک ځواک وباله او د بې وسلې کولو غوښتنه يې وکړه.

د سولې شورا رييس وايي، چې په تازه ډول له دواړو دښمنو ډلو يوه څلور کسيزه وسله واله ډله، چې له جګړې ستړې شوې وه، د قومي مشرانو په منځګړتوب د خان اباد په چارتوت ساحه کې له يو بل سره يو ځاى شوه، د سلګونو کسانو پر وړاندې يې ژمنه وکړه، چې له دښمنۍ لاس اخلي، د دولت قوانين مني او په سيمه کې به امنيت ساتي.

عمرخېل په ډاګه کړه: ((دولت بايد د ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو زمينه برابره کړي، څو د خلکو اندېښنې له دې اړخه لرې شي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د خپل منځي جګړو له امله د سيدرحمن، بلوچ، علي محمد، چې په چوپ کله مشهور و او يو بل قوماندان چې په B-52 يې شهرت درلود، په خان اباد ولسوالۍ کې له منځته تللي دي.

د خان اباد پخوانى ولسوالى نظام الدين ناشر وايي، چې قوماندان B-52 د کدوګان د کلي له سينده تر تېرېدو وروسته بوين کلي ته ولاړ او غوښتل يې چې د خلکو له درمندونو عشر واخلي، خو په سيمه کې حاکم قوماندان يې مخه ونيوله، چې له همدې امله نښته وشوه او قوماندان B-52 په کې ووژل شو.

B-52 يو ډول امريکايي الوتکه ده، چې د طالبانو د حکومت د سقوط پر مهال يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو په مرکزونو پرله پسې بمونه غورځول، چې دا بمبار يې د خپلو موخو د له منځه وړلو په برخه کې ډېر اغېزناک ثابت شو.

خو ځايي اوسېدونکي د وسله والو د نښتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي.

د خان اباد يوه استوګن ګل نبي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په هر کلي کې د دغو کسانو ډلې شته، هر څوک چې پيدا کړي، چور کوي، پيسې، مبايل، ساعت، نور ګران بيه څيزونه ترې اخلي او حتى خلک وژني.))

دغه اوسېدونکي زياته کړه، چې تراوسه پورې په لسګونو ملکي کسان د غير قانوني وسله والو په خپل منځي او انفرادي نښتو کې وژل شوي دي.

د خان اباد د اقتاش سيمې يوه استوګن، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې دوه مياشتې وړاندې پنځه ملکي وګړي، په دې سيمه کې د ښکېلو کسانو د يوه راکټ د لګېدو له امله ووژل شول.

سرچينې زياته کړه، کله چې امنيتي چارواکي وسله وال مجرمين او وژونکي نيسي، نو له ځنډ پرته يې بېرته خوشې کوي، چې دا خپله له دولتي چارواکو سره د دوى اړيکه او زور څرګندوي، خو نوموړي د دغو چارواکو نوم وانه خيست.

هغه زياته کړه، اوسمهال قوماندان عمر، چې په (پخسه پران) شهرت لري، عين الله، يوسف ارجال، احمدشاه، سيد حسين، نظام، شېرنواباد، اغاپدر او نور قوماندانان په خان اباد کې فعاليت لري او پر خلکو يې د ژوند ساحه تنګه کړې ده.

محمدعمر وروسته له هغه په پخسه پران مشهور شو، چې درې کاله وړاندې په اقتاش سيمه کې د وسله والو پر وړاندې سخت وجنګېد او يو شمېر طالبان يې د يوه کور د دېوال پر غورځولو تر دېوال لاندې کړل.

يو شمېر کروندګر هم وايي، چې وسله والو څو ځلې له دوى نه په زور عشر اخيستى دى.

د دوى په خبره، وسله وال کسان په ډله ييز ډول راځي او خلک اړ کوي، چې عشر ورکړي او که عشر ورنه کړي وهي ډبوي يې او حتى پر مرګ يې ګواښي.

يوه کروندګر د نوم نه ښودو په شرط وويل: ((سږ کال د درمند ټولولو پر مهال څو وسله وال راغلل او له لسو منو غنمو يې يو من غنم اخيستل، کله يې چې خپل غنم کور ته وړل، څو نور کسان ورته په لار کې ولاړ وو، غنم يې را څخه واخيستل او ويل يې، چې موږ حق لرو او بل څوک حق نه لري.))

د سيمې خلک وايي، چې ناقانونه وسله وال په وسله والو غلاوو، تښتونو او نورو جنګي جرايمو کې ښکېل دي او د همدې بې نظميو له امله يې د بيارغونې چارې هم ګډوډې شوې دي.

تر دې وړاندې د خان اباد اوسېدونکو ګواښ کړى و، چې ناقانونه وسله وال بې وسلې نه شي، نو خلک به د راتلونکو ټاکنو په ورځ رايه ورنه کړي.

خان اباد يواځينۍ ولسوالي وه، چې تېر کال له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد له پروسې شپږ مياشتې وروسته په دې پروسه کې شامله شوه، خو وسله وال لا هم نه دي بې وسلې شوي.

خو د کندوز والي د دفتر رييس محمداسماعيل مسوول وايي، په خان اباد کې به د سيمه ييزو پولسو په رامنځته کېدو سره ناقانونه وسله وال بې وسلې شي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره به د دې ولسوالۍ يو شمېر ناقانونه وسله وال د سيمه ييزو پوليسو په توګه جذب او پاتې نور به بې وسلې شي.))

د کندوز والي د دفتر رييس زياته کړه، چې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل نهايي شوى او په فعالېدو سره به يې د سالمو او نا سالمو وسله والو کسانو تفکيک وشي.

د ځايي چارواکو په وينا، ټاکل شوې په ټول کندوز کې ١٢٠٠ ځايي پوليس وګومارل شي، چې تر ٦٠٠ زيات يې رسماً له روزنې وروسته فارغ شوي او په امام صاحب، چهاردرې او د کندوز اړوند ساحو کې دنده اجرا کوي.

 سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظيم شوي، د دولت له لوري اعاشه او اباطه ورکول کېږي او له خپل ځاى نه بهر د فعاليت اجازه نه لري.

دکندوز د والي د دفتر رييس وويل، چې په کندوز کې وسله وال مخالفين په درېيو کتګوريو وېشل شوي، يو هغه چې د دولت او اساسي قانون منلو ته چمتووالى نه لري او له دولت سره جنګېږي، چې پنځه سلنه جوړوي.

د ده په خبره، ٤٥ سلنه نور بيا د دولت له کړنو نا راضه دي او يو شمېر نور بيا نا قانونه وسله وال دي، چې د کندوز پخواني والي انجنير محمدعمر پر مهال د طالبانو پر ضد د همکار ځواک په توګه تشکيل شوي وو، څو د کندوز- تخار او اقتاش ساحې امن کړي.

انجنير محمدعمر پخوانى جهادي قوماندان هم و، چې په ١٣٨٩ لمريز کال د تخار ولايت په مرکز کې په جامع جومات کې د لمانځه پر مهال له ١٢ کسانو سره په چاودنه کې ووژل شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.