ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روانې اونۍ په وروستيو کې به  د ناټو دفاع وزيران د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د روانې اونۍ په وروستيو کې به د ناټو دفاع وزيران د افغانستان په اړه خبرې وکړې

author avatar
24 Feb 2014 - 15:57
د روانې اونۍ په وروستيو کې به  د ناټو دفاع وزيران د افغانستان په اړه خبرې وکړې
author avatar
24 Feb 2014 - 15:57

بروکسل ( پژواک ٥ کب ٩٢ ) : ټاکل شوې ده، چې د روانې اونۍ په وروستيو کې د ناټو دفاع وزيران د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې ټاکل شوې ده ، چې د چهارشنبې په ورځ د کب په ٧مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې چېرته چې د ناټو سازمان مقر دى، پيل شي.

په بروکسل کې د ناټو يوې سرچينې د کب په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې غونډه کې به د ناټو او ايساف هېوادونو ددفاع وزيرانو ترڅنګ په افغانستان کې د ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم ګډون وکړي.

سرچينې دغه راز وويل ، چې په دې غونډه کې به د افغانستان دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي هم   ګډون وکړي.

د افغانستان  دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پژواک ته وويل، چې د ناټو ددفاع وزيرانو په غونډه کې دافغانستان دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي ګډون هم په پلان کې شته،خو نور جزييات يې ورنکړل.

د ناټو ددفاع وزيرانو د غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو پر اړوندو موضوعاتو خبرې کېږي او په دويمه ورځ به د ناټو او ايساف ددفاع وزيران د افغانستان په اړه خبرې کوي.

په بروکسل کې د ناټوسرچينې وايي، چې په دې غونډه کې به دافغان ځواکونو روزنې، دامنيتي مسوولينو دلېږد او کېداى شي د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه هم خبرې وشي.

ددې غونډې د پوښښ لپاره د پژواک په ګډون د يو شمېر افغاني رسنيو خبريالان هم په بروکسل کې دي او ټاکل شوې ده، چې د ناټو سرمنشي اڼدرس فوغ راسموسن او يو شمېر نور چارواکي له افغان ژورنالېستانو سره ځانګړې غونډې هم ولري.

دغه غونډه په داسې حال کې  جوړېږي، چې د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د (صوفه) سند په اړه خبرې اترې پيل شوې دي.

ددې سند له مخې، تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ناټو سرتېرو دريځ څرګنديږي .

ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ملي امنيت شورا ته دنده سپارلې، چې ناټو سره ژر تر ژره ددې سند په اړه يوې پرېکړې ته ورسيږي.

خو ناټو اعلان کړى، څو پورې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند لاسليک نه شي، دوى به هم د صوفه سند لاسليک نه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.