Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناټو ارشد ديپلومات: په افغانستان کې القاعدې ته پټنځاى نشته

د ناټو ارشد ديپلومات: په افغانستان کې القاعدې ته پټنځاى نشته

author avatar
25 Feb 2014 - 11:04
د ناټو ارشد ديپلومات: په افغانستان کې القاعدې ته پټنځاى نشته
author avatar
25 Feb 2014 - 11:04

بروکسل (پژواک ٦ کب ٩٢): افغانستان به يو ځل بيا له القاعدې سره د مخ کېدو لپاره د ٥٠ هېوادونو اېتلاف ته اړتيا ونه ويني او له دې وروسته د القاعدې لپاره په افغانستان کې کوم پټنځاى نه شته.”

دا ټکى د ناټو يوه لوړ پوړي مقام په بروکسل کې يوې خبري غونډې ته څرګند کړ او ويې ويل: “ناټو افغانستان ته له طالبانو سره نه، بلکې له القاعدې سره مقابلې ته راغلې وه.”

نوموړي د نړۍ په ځينو سيمو کې د القاعدې د يو شمېر غړو شتون لا هم يو جدي ګواښ وباله او په افغانستان کې يې د طالبانو د ترهګريزو فعاليتونو د دوام د پخلي ترڅنګ وويل: “وروسته له دې له طالبانو سره مخامخ کېدل د افغانانو مسووليت دي.”

هغه څرګنده کړه، چې د طالبانو له مخې لرې کول، د افغانانو کار دى نه د ناټو.

بربنياد معلومات اين مقام ارشد ناتو درصورتيکه سند امنيتى ميان افغانستان وامريکا امضا شود ، امريکا بعد٢٠١٤ ٨تا ١٢ هزارنيروى غيرنظامى خود را درچهارنقطه افغانستان مستقرميسازد که مصروف اقدامات مشورتى وآموزشى خواهند بود.

د ناټو دغه ارشد چارواکي د امنيتي سند لاسليکول په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون د دوام لپاره مهم وباله او ويې ويل: “که چېرې امنيتي سند او سوفه لاسليک نه شي، نو امريکا د ناټو له نظره اجازه نه لري، چې په افغانستان کې پاتې شي.”

نوموړي څرګنده کړه، چې امريکا د افغانستان له غوښتنې او بلنې پرته په افغانستان کې نه شي پاتې کېدى، هغه په دې اړه زياته کړه: “امريکا به دافغانستان له بلنې او امنيتي سند له لاسليک پرته افغانستان پرېږدي، دا يو داسې حقيقت دى چې انکار ترې نه شي کېدى او د افغان حکومت په تصميم پورې اړه لري.”

د ناټو د ياد چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، که چېرې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون لاسليک شي، نو امريکا به له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته تر ١٢ زرو پورې غير پوځي ځواکونه د افغانستان په څلورو برخو کې مېشت کړي، چې روزنيز او مشورتي کارونه به کوي.

نوموړي د افغان سولې په ټينګښت کې پاکستان د رول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “د پاکستان سوله له افغانستان او د افغانستان له پاکستان سره تړلې ده.”

د دې تر ځنګ ياد چارواکي ټينګار وکړ، چې له دغو دواړو هېوادونوپه يوه کې ثبات د بل هېواد له ثبات سره تړاو لري.

سرچينې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ناستې ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان موضوع په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د منځپانګې له نظره يو مهم بحث دى.

نوموړي وويل، چې د افغانستان وضعيت د بدلون په حال کې دى او په دې ناسته کې له ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو پر ژمنو پر تازه کولو ټينګار ترڅنګ، د ناټو د وړتيا ارزونه هم وشوه.

هغه وويل، د ناټو د دفاع وزيرانو ناسته يو ښه فرصت دى، څو مشخصه شي، چې په افغانستان کې د وضعيت بدلون د ناټو پر پلان جوړونه څه تاثير لري، د افغان ځواکونو وړتيا چېرې رسېدلې، کومې تشې بايد ډکې شي، د طالبانو د ګواښونو کچه څه ډول ده او د افغانستان سياسي وضعيت څنګه دى؟

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.