کابل(پژواک،٩ کب ٩٢): د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، چې د هرات د خبريالانو تحصن وروسته له هغه پاى ته ورسېد چې د دې ولايت د عامې روغتيا رييس د ځينو ډاکټرانو د ناسم چلند له امله بښنه وغوښته.
د هرات خبريالانو تېره ورځ وروسته له هغه پر تحصن لاس پورې کړ، چې ځينو ډاکټرانو يو خبريال ته توهين وکړ او ويې واهه.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې عمل په غبرګون کې په هرات کې خبريالانو او د هغوى د مدافع بنسټونو چارواکو تېره ورځ د والي د دفتر مخ ته خېمه ودروله او په تحصن يې پيل کړ.
سرچينه ليکي، چې په پايله کې د هرات د عامې روغتيا رييس غلام سعيد راشد تحصن کوونکو ته ورغى او د ډاکټرانو په استازيتوب يې له خبريالانو بښنه وغوښته.
دغه راز سرچينه زياتوي،چې د هرات څارنوالۍ رييس ماريا بشير له خبريالانو سره ژمنه وکړه، چې ياده موضوع به له قانوني لارو تعقيب کړي.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټه ليکي، چې معترضو خبريالانو د هغو ډاکترانو نوملړ چې خبريالانو ته يې توهين کړى، د څارنوالۍ رييس او مسوولو چارواکو ته وسپاره او تحصن تېره ورځ له څو ساعتو وروسته پاى ته ورسېد.
په خبرپاڼه کې راغلي: ” د خبريالانو د مصوونيت کمېټه د عامې روغتيا د رييس او ددې ولايت د چاراکو دغه اخلاقي شجاعت ستايي او هيله لري چې هغوى له خبريالانو سره د همکارۍ او د يادې موضوع د څېړلو په برخه کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.”
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن