تعقيب- کابل (پژواک ١١ کب ٩٢): د کندهار ښار په باغ پول سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګى پلى او د پوليسو له خوا پېژندل شوى و.
د نوموړي په وينا، پوليسو ورته د درېدو امر کړى و او هوايي ډزې يې هم پرې کړې، خو هغه ځان ته چاودنه ورکړې ده.
درانى د لومړنيو معلوماتو له مخې وايي، چې په دې پېښه کې يو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
خو د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې، ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې په سيمه کې د عامه نظم پر پوليسو بريد وکړي، خو تر پېژندلو وروسته پوليسو پرې هوايي ډزې کړې چې له امله يې هغه ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د ولايت مقام ويلي، چې په دې پېښه کې د يوه سرتېري او يو ماشوم په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.
د اميدالله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد چې په دغه بريد کې ټپي شوى، پژواک اژانس ته وويل، دوى پر سړک روان وو، چې ناڅاپه درز شو او دى بيا پر ځان پوه نه شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.