واشنګټن (پژواک ١٣ کب ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يوې افغان ډاکټرې ته د زړورتوب جايزه ورکوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د نړۍ لسو ښځو ته چې د ښځو د حقونو او هغو ته يې د خدمتونو په برخه کې د پام وړ فعاليتونه کړي وي، د زړورتوب جايزې ورکوي.
د دې جايزې لپاره هغه مېرمنې ټاکل کېږي، چې په دې برخه کې يې ځانګړې مېړانه او حوصله ښودلې او د ښځو د حقونو لپاره يې ډېره مبارزه کړې وي او خپل ژوند يې په خطر کې اچولى وي.
د دې جايزې لپاره، په ټاکل شوو لسو مېرمنو کې له افغانستان څخه ډاکټر مېرمن نسرين اورياخېل هم شامله ده، چې په کابل کې د ملالۍ زېږنتون مشره ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر نسرين اورياخېل له تېرو لسو کلونو راهيسې د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې ډېر خدمتونه او فعاليتونه ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړې ته د همدې خدمتونو پر اساس د مېړنۍ مېرمنې جايزه به د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د مېرمنې مېشل اوباما په لاس ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې چې دغه مراسم د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په مشرۍ جوړه شي، خو دا چې هغه اوکراين ته سفر لري، نو د مراسمو مشري به يې مرستيال هيټر هيګينبوټم کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو لسو ښځو کې د افغانستان تر څنګ د فيجي، جورجيا، ګواتيمالا، مالي، سعودي عربستان، هندوستان، تاجکستان، اوکراين او زمبابوى هغه مېرمنې شاملې دي، چې په بېلابېلو برخو کې يې خپله وړتيا ښودلې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا زړورو ښځو ته د جايزو ورکولو لړۍ له ٢٠٠٧ زېږديز کال راهيسې پيل شوې او هر کال د افغانستان يوې ښځې ته هم دا جايزه ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړې، چې ډاکټر نسرين اورياخېل د ملالۍ په زېږنتون کې ډېر خدمات ترسره کړي دي ځکه يې دې جايزې ته ټاکلې ده.
سرچينه وايي، دغه راز ډاکتر اورياخېل په افغانستان کې د قابله ګانو د روزلو او پرمختګونو په برخه کې هم د پام وړ کارونه کړي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن