چاريکار( پژواک ٢٤ کب ٩٢): د سالنګ لويه لاره د واورو او سخت توفان له امله له تېرې شپې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .
دغه لار،چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي ، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سالنګونو کې له تېر مازيګر راهيسې واوره اوري او د شپې له ١١ بجو راهيسې دغه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .
ده وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې په سوېلي سالنګ کې ٦٠ سانتې متره او په شمالي سالنګ کې ٤٠ سانتي متره واوره اورېدلې او اوس ( د کب ٢٤مه له غرمې مخکې شاوخوا ٨ بجې ) هم اورښت دوام لري.
هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.
د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل ، چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP