Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ماهيپر کې د کابل-جلال اباد لاره بنده شوې

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د کابل- جلال اباد لويه لاره له سهار راهيسې په ماهيپر سيمه کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

په ختيځ کې د پژواک خبري اژانس خبريال محبوب شاه محبوب چې کابل ته په لاره دى، هم په دې سيمه کې د لارې خلاصېدو ته انتظار باسي.

هغه وايي، کله چې سهار شاوخوا اته بجې د ماهيپر ساحې ته را ورسېدل نو په لومړي تونل کې لاره بنده وه.

د محبوب په وينا، يو لوى لارۍ موټر چې له ټاکلې اندازې يې ډېر توکي بارکړي وو، د لومړي تونل په منځ کې خراب شوى او همالته بند پاتې دى.

نوموړى وايي، چې د لارې دواړو خواوو ته سلګونه موټر او زرګونه مسافر بند پاتې دي چې په کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي.

د هغه په وينا، د لارې د بندېدو څه باندې درى ساعته تېر شوي، خو لا هم له کابل يا سروبي څخه د لارې خلاصېدو لپاره څوک نه دي راغلي.

د عبيدالله په نوم يو بل مسافر پژواک اژانس ته وويل، چې ده له لغمان څخه کابل ته ناروغان روان کړي، خو اوس دلته بند پاتې دي.

هغه پر حکومت نيوکه وکړه، چې د لارو د کنټرول او خلاصې ساتلو لپاره سم پلان نه لري.

د سيداحمد په نوم يو بل مسافر وايي، چې د سړک دواړو خواوو يو شمېر جنازې هم بند پاتې دي چې د کورنۍ غړي يې خپلو سيمو ته لېږدوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.