کندهار ښار (پژواک ٢٩ کب ٩٢): د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نن سهار په يو وسله وال بريد کې ټپي شوى او دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني نن (د کب ٢٩مه) له غرمې مخکې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دا پېښه سهار اته بجې امنيه قوماندانۍ ته څېرمه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د امنيت امر غلام جيلاني فراهي له کور څخه د دندې پر لوري روان و، چې يوه وسله وال پرې ډزې وکړې.
د روغ لېوني په وينا، په دغو ډزو کې هغه برسېرن ټپي شوى، يو پوليس وژل شوى او يو پوليس هم ټپي شوى دى.
د امنيه قوماندان په وينا، بريد کوونکى د پوليسو له خوا په ټپي حالت کې نيول شوى او تر پوښتو لاندې دى.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې غلام جيلاني فراهي نن سهار د دوى د يوه کس له خوا په بريد کې د سر په برخه کې سخت ټپي شوى دى.
هغه د ا خبره رد کړه، چې ګواکې بريدکوونکى د پوليسو له خوا نيول شوى او زياته يې کړه، چې نيول شوى عام وګړى او لاروى و.