ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دليل: هر کال د هېواد ٥٦زره وګړي د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي

دليل: هر کال د هېواد ٥٦زره وګړي د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي

author avatar
25 Mar 2014 - 16:58
دليل: هر کال د هېواد ٥٦زره وګړي د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي
author avatar
25 Mar 2014 - 16:58

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): عامې روغتيا وزارت وايي، هر کال په هېواد کې ٥٦ زره کسان په نري رنځ ناروغۍ اخته کېږي، چې له ډلې ٦٠ سلنه يې ښځې دي.

د عامې روغتيا وزيرې ډاکتر ثريا دليل په کابل کې د توبرکلوز يا نري رنځ سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وويل، چې افغانستان په دې وروستيو کې د نري رنځ له ناروغۍ سره د مبارزې او په دې ناروغۍ د اخته ناروغانو په درملنه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، خو لا هم هر کال ٥٦ زره کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

ډاکتر دليل زياته کړه: ((د نړيوال روغتيايي سازمان د شمېرو له مخې، هر کال په هرو ١٠٠ زره کسانو کې ١٨٩ کسه په نري رنځ اخته کېږي، چې په هرو سل زره کسانو کې ٣٧ يې ياني ١١ زره کسان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.))

د عامې روغتيا وزيرې زياته کړه، چې د ٢٠١٣ زېږديز کال په اوږدو کې د بلغم ٦٥ سلنه او د نري رنځ ناروغۍ ٦٠ سلنه مثبتې پېښې په ښځو پورې اړوند وې.

د دليل په خبره، افغانستان د نړۍ د ٢٢ هغو هېوادونو له ډلې دى، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو لوړې شمېرې په کې د هېواد د عمده او سترې روغتيايي ستونزې بڼه غوره کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام اداره، د نړيوال روغتيايي سازمان او کاناډا دولت په ملاتړ د هېواد په کچه په دې ناروغۍ کې د ښکېلو عواملو په اړه يوه علمي څېړنه ترسره کړې ده.

د دې څېړنې پايلې څرګندوي، چې په کم عمر کې ودونه، د سواد ټيټه کچه او د ښځو نالوستي، کم عايد، د ښځو خوار ځواکي او په يوه کور کې له پنځو يا زياتو کسانو استوګنه د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو عمده لاملونه دي.

د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکتر ريچار دپيير کاران هم وويل، چې په ٢٠١٣ زېږديز کال کې په افغانستان کې د دې ناروغۍ ٣١٦٢٢ نوې پېښې کشف شوې، چې په دې ناروغۍ د ٩٠ سلنه اخته ناروغانو درملنه بريالۍ غوندې وه.

هغه زياته کړه، چې د روغتيا نړيوال سازمان ژمن دى، څو په افغانستان کې له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.