کابل (پژواک٦ورى٩٣): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه د انتخاباتو د څارنې دوو نړيوالو بنسټونو وتل به د ټاکنو د نظارت پر بهير منفي اغېز ونه شيندي.
د دې کمېسيون وياند نور محمد نور وايي ، چې له دوى سره ١٤ نړيوالو بنسټونو خپل نومونه ثبت کړي ، چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو څارنه وکړي.
دى وايي، چې ددې ترڅنګ څه دپاسه ١٢٠٦ بنسټونو د ټاکنو د نظارت په موخه دوى ته مراجعه کړې ، چې له دې ډلې ٦٧ يې افغاني دي.
د نور د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ټولو بنسټونو د ناظرينو، مشاهدينو او د مطبوعاتو استازو شمېر ١٥٠٠٠٠ تنو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د سرينا پر هوټل د طالبانو تر بريد وروسته دوو نړيوالو بنسټونو، ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ (NDI) او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) چې د افغانستان له ټاکنو څخه يې د څارنې اراده درلوده، له دې هېواد څخه خپل کارکوونکي وويستل.
په دغه بريد کې د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ يو کارکوونکى لوس ماريا دوراته (Luis Maria Duarte) هم ووژل شو.
خو بلخوا د ټاکنو کمېسيون وياند وايي، چې د ١٤ نړيوالو ناظرو بنسټونو له ډلې د دوو وتل به د افغانستان پر ټاکنو کوم اغېز ونه کړي.
نور وايي: ” نو زه فکر کوم چې ډېر زيات منفي اغېزه به ونه لري، ځکه بېلابېل نهادونه په ځانګړي ډول باندې په دې انتخاباتو کې، دغه زموږ او ستاسو خپل کورني نهادونه، مدني نهادونه، تعداد زيات شوى دى، چې د هغوى تقريبا، ٦٧ زموږ سره داخلي نهادونه دي، چې د نورو انتخاباتو په پرتله ډېر زيات نهادونه دي.”
نور زياتوي ، چې اوسمهال په افغانستان کې دا ظرفيت رامنځته شوى ، چې خپله افغاني نهادونه وکولى شي له ټاکنو څارنه او ليدنه وکړي.
د ټاکنو کمېسيون وياند هيله وښوده ، چې افغان امنيتي ارګانونه، د ټولو ملي او نړيوالو بنسټونو د ناظرينو او مشاهدينو امنيت کلک وساتي.
په همدې حال کې د اروپايي اتحاديې د ټاکنو د ارزونې ډله، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د ټاکنو د څارلو په موخه کابل ته راغلې ده، وايي چې دوى به تر اخره پاتې شي.
ددې ډلې مشر ټايس برمن (Thijs Berman) پژواک ته وويل، چې دوى به د افغانستان د ټاکنيز بهير ارزولو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ټاکنو په برخه کې فعال بنسټونه وايي، چې د بهرنيو څارونکو وتل کولى شي له رواني پلوه د ټاکنو بهير او نور نړيوال څارونکي ، چې دلته افغانستان کې دي، منفي اغېز ولري، خو په عمل کې دومره ټاکنې نشي اغېزمنولى.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) وياند محمد فهيم نعيمي وايي، چې د بهرنيو ناظرينو شتون تر ډېره د ټاکنو د نړيوال مشروعيت په برخه کې مثبت رول لري.
نعيمي زياتوي: “که ټاکنې په ښه توګه ترسره شي او نړيوال څارونکي هم شتون ولري او د هغوى راپور مثبت وي، نو په هغه صورت کې د ترسره شويو ټاکنو مشروعيت لا پياوړى کېږي… نو بناءً په ځانګړي ډول د ټاکنو د نړيوال مشروعيت لپاره د نړيوالو څارونکو شتون ډېر مهم دى.”
خو نعيمي د ټاکنو د روڼوالي لپاره د کورنيو څارونکو پر رول ټينګار کوي او وايي، چې دا څارونکي کولى شي د شمېر د ډېروالي له پلوه ډېر ټاکنيز مرکزونه تر پوښښ لاندې راولي.
د ټاکنو د امنيت ترڅنګ په ټاکنو کې د دولتي او بهرنيو بنسټونو د لاسوهنې وېره، هغه څه ده چې د ټاکنو د روڼوالي په اړه يې د خلکو ترمنځ اندېښنې راولاړې کړې دي.
په تېرو ټاکنو کې متعددو تخطيو او لاسوهنو د افغانستان د ټاکنو شفافيت له ننګونو سره مخ کړ.
ټاکل شوې ده ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې وري مياشتې په ١٦ مه نېټه ترسره شي.
د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره اته کانديدان او د ولايتي شوراګانو د څوکيو لپاره شاوخوا ٢٦٠٠ کانديدان سره سيالي کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن