ښرنه (پژواک ٦ ورى ٩٣): د پکتيکا خلک او روغتيايي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د ملکي روغتون روغتيايي اسانتياوې او بسترونه دې ډېر شي.
د دغه روغتون رييس ډاکټر چنارګل صديقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ښرنې ملکي روغتون ته د پکتيکا پر شاوخوا يو ميليون وګړو سربېره د ځينو ګاونډيو ولايتونو ناروغان هم د در ملنې لپاره ورځي.
نوموړي زياته کړه، په پکتيکا کې کوم بل مجهز روغتون نشته، نو د ولسواليو ناروغان هم دغه روغتون ته ورځي.
ډاکټر چنارګل وويل:((د روغتون مراجعينو او ناروغانو ته په کتو سره بايد د ښرنې ملکي روغتون، چې اوس ۶۰ بستره لري،۵۰ بستره نور هم زيات شي.))
هغه د دې ترڅنګ وويل، اوس مهال د دغه روغتون د ناروغانو خونې د لرګيو پر بخاريو ګرمېږي او دغه کار د دې پر ځاى چې ناروغانو ته ګټه ورسوي، زيان پېښوي.
چنارګل وايي، له همدې امله هر کال د روغتون بستر خونې په ډېر لګښت رنګوي خو په ژمي کې يې بېرته د لوګيو له امله رنګ تور او خراب شي.
بلخوا د ډاکټرانو روغتيايي شورا مشر استاد شمس هم په روغتون کې د مرکزګرمي سيستم د فعالېدو او هم د روغتون د بسترونو زياتېدل ډېر اړين وبلل.
نوموړي پژواک ته وويل، کله چې د ناروغانو پوښتنه کوي، ډېرى ناروغان يې په روغتون کې د بخاريو او د خونو د نه ګرموالي له امله شکايت کوي.
هغه وويل: ((د عامې روغتيا وزارت تېر کال ژمنه وکړه، چې د پکتيکا د ملکي روغتون بسترونه به زيات کړي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.))
د پکتيکا د ښرنې يوه اوسېدونکي محمدافضل پژواک ته وويل، چې د ښرنې ملکي روغتون ته د پکتيا او غزني له ځينو سيمو هم ناروغان ورځي خو د درمنلې پر مهال ناروغانو ته ژر نوبت نه رسېږي.
دى وايي: ((د روغتون بسترونه ډېر لږ دي او حکومت بايد دغه بسترونه ډېر کړي.))
د ښرنې شپېته بستريز ملکي روغتون ته اوس مهال په ملکي ناروغانو سربېره نظامي کسان هم د درملنې په موخه راوړل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن